د لاس رسي وړ اتصالات

​کرزی: د ملگرو ملتونو د رول په اړه د عبدالله وړاندیز منم


حامد کرزی او عبدالله عبدالله
حامد کرزی او عبدالله عبدالله
جمهور رئیس حامد کرزی وایي چې د جمهوري ریاست د یو کاندید عبدالله عبدالله د هغه وړاندیز سره موافق دی چې د انتخاباتو د بهیر د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو په رول ټینګار کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر نه په یو خپورشوي بیان کې ویل شوي چې د جمعې په ورځ ښاغلي کرزي د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا د غړو سره د انتخاباتو د دوهم پراو راوروسته د را پیداشویو ستونزو په سر د خبرو په وخت ویلي دي چې، دی د ښاغلي عبدالله هغه وړاندیز چې د انتخاباتو په بهیر کې د ملګروملتونو د رول د لوبولو غوښتنه کوي، نه یواځی مني بلکې دا وړاندیز د روانو ستونزو د پای ته رسولو لپاره د یو ښه ګام په توګه ویني.

ښاغلي کرزي وویل « یوه بله لاره هم شته دی او هغه کیداي شي چې د جمهوري ریاست د مرستیالانو او د دواړو انتخاباتي ټیمونو د چارواکو تر منځ خبرې اوسې.»

ښاغلي کرزي هیله ښودلې چې دواړه کاندیدان به ددغو دوو وړاندیزونو نه یو ومني.

د پنجشبې په ورځ د جمهوري ریاست یو کاندید ښاغلي عبدالله وویل چې له دې وروسته ورته د انتخاباتو کمیسیونونو اجراأت د منلو وړ نه دي او دی او پلویانو یې ددغو کمیسیونونو کړنې قانوني نه بولي.

هغه زیاته کړه چې ده د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه ددغه کمیسیون د دارلانشا د رئیس ضیاالحق امرخیل د کار نه د ګوښه کیدو،‌ د اوه میلونو نه د زیاتو رائیو د اچولو په باب د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نه د وضاحت او هم په نا امنه ولایتونو کې ددغو ولایتونو د اوسیدونکو د شمیر نه په ټاکنو کې د زیات شمیر خلکو ګډون په باب وضاحت غوښتی و چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون لخوا ورته پاملرنه ونه شوه او دده دا غوښتې بابیزې وګڼل شوې.

ښاغلي عبدالله وویل چې په افغانستان کې چې د انتخاباتو وروسته کوم په ټپه دریدلی سیاسي حالات رامنځ ته شوی مسولیت یې د افغانستان د جمهور رئیس او د انتخاباتي کمیسیونونو په غاړه دی.

تر اوسه لا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهور رئیس کرزي په څرکندونو عکس العمل نه دی څرگند کړی.
XS
SM
MD
LG