د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې


د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو لومړنۍ پایلې نن دوشنبې د څو ساعتو ځنډ وروسته اعلان کړلې چې له مخې یې اشرف غني احمدزی د عبدالله عبدالله نه نږدې یو میلون رایې زیاتي تر لاسه کړی دي.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د افغانستان د ۱۳۹۳ کابل د جوزا د میاشتې د ۲۴ ورځې د ټاکنو د ۳۴ ولایتونو د ۲۲۷۷۸ محلونو پایلې نن اعلان کړلې چې په کې اشرف غني احمدزي ۴۴۸۵۸۸۸رایې چې ۵۶ عشاریه ۴۴ فیصده او عبدالله عبدالله ۳۴۶۱۶۳۹ رای چې ۴٣ عشاریه ٥۶ فیصده کیږي، ترلاسه کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني خبري کنفرانس ته وویل چې دا پایلې وروستۍ نه دي او په کې بدلون راتللې شي.

د امریکا د بهرنیو چارړو وزارت غبرګون

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا د یو آزاد؛ متحد او دموکراتیک افغانستان او د افغاسنتان د انتخاباتي پروسې نه په خپل ملاتړ ټینگار وکړ. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي " مونږ د افغانستان د ټاکنو د ابتدایی پایلو نننی اعلان ولید چې وویل شول چې دا پایلې وروستنۍ نه دي او د وروستنۍ نتیجو وړاندوینه نه کوي چې کیدای بیا هم د انتخاباتي کمیسیونو د غور په نتیجه کې تغییر ومومي. زیات شمیر شکایتونه شوي دي او اوس باید په غور سره وڅیړل شي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د امریکا متحده ایالات د هیڅ یو ځانگړي نوماند ملاتړ نه کوي او له اوږدې مودې راهسې امریکا پر شفافو او باوري پروسې باندې ټینگار کړی چې افغان ولس یې په پراخه ملاتړ وکړي او داسې ولسمشر رامنځ ته شي چې افغانستان یو موټی کړي او په موثره توگه حکومت وکړي.

د جمیز دابنز غبرګون

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جمیز دابنز د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل " مونږ په دې خاطر نا هیلي شو چې د نتیجو په اعلان کې د راتلوونکو اقداماتو په هکله څه نه وو ضمیمه شوي. مونږ دا غوره ګڼله چې دا اعلان تر هغه ځنډیدلی وای تر څو چې راتلوونکي اقدامات معین شوی وای. اوس هم په میلیونو رای شته چې باید یو ځل بیا په احتیاط سره وارزول شي. نو مونږ مطمین نه یو په هغه صورت کې چې زیات کارونه مو باید ترسره کړی وای، د نتیجو اعلان ته څه اړتیا وه. ملګرو ملتونو یو لړ ارزونې وړاندیز کړي او دواړه اړخونه په پراخه توګه د ملګرو ملتونو د وړاندیز سره موافق دي. دا ضرور نه ده چې دواړه کمپاینونه موافقه وکړي، دا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون مسؤلیت دی چې که انتخاباتی کمپاینونه او کاندیدان موافق وي او که نه، دغه ارزونې ترسره کړي. مونږ له هغوی غواړو چې ګام پورته کړي او هغه ارزونې چې ملګرو ملتونو یې توصیه کړې عملی کړي. مونږ په دې باور یو چې که مونږ غواړو چې د اګست په دویمه د نوي ولسمشر د سوګند د ټاکل شوی نیټې مهال ویش پر ځای شي نو هغوی باید دا کار ژر تر ژره عملي کړي. "

بلخوا تر اوسه د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو د لومړنیو پایلو د اعلان په هکله پخپله څه نه دي ویلي، خو عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ یو خبرې کنفرانس ته وویل چې تر هغي چې د پاکو رایو نه ناپاکه رایې بیلي شوي نه وي دده ټیم ته د ټاکنو هر ډول پایلې د منلو نه دي.

د ټاکنو د مهالویش له مخې په کار وو چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سرطان په ۱۱ ورځ اعلان کړې وای، خو د پایلو د نه اعلانولو په هکله د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د ښاغلي عبدالله د ټیم د پرله پسې غوښتنو وروسته دغه کمیسیون د لومړنیو پایلو اعلان نن ورځې ته ځنډولې وو.

ښاغلي احمدزي چې د ښاغلي عبدالله پرخلاف یې د دوشنبې په ورځ د لومړنیو پایلو د اعلان غوښتنه کوله تر اوسه د ټاکنو کمیسیون د اعلان په باب څه نه دي ویلي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو په ټاکنو کې له اتو ملیونو زیاتو وګړو برخه اخېستې وه.

هغه وویل پدې ټاکنو کې ۸،۱۰۹،۴۹۳ افغانانو په ټاکنو کې برخه اخېستې وه، چې له دې جملې ۳۷.۶۳ په سلو کې ښځو او ۶۲.۳۷ نارینه وو.

په پام کې وه چې نن دوه بجې د ټاکنو پایلې اعلان شي، خو د ماښام تر اوو بجو پورې وځنډېدې، احمد یوسف نورستاني ددې ځنډ لامل د کمیسیون عادي غونډه او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي یان کوبیش تګ را تګ او د هغه لیده کاته د کاندیدانو ترمنځ وو.

احمد یوسف نورستاني دا هم وویل، چې دواړو کاندیدانو پدې توافق کړی وو، چې اووه زره محلونو رايې له سره تفتیش شي، خو هغه وویل، چې دا کار د ټاکنو کمیسیون و نه کړ او له دې وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون وار دی چې ددغو محلونو په تړاوو پرېکړه وکړي.

یوسف نورستاني دا هم وویل (( له دې وروسته د کارونو پرمخ بیول د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون کار دی، مونږ ورسره مرسته کوو که یې اړتیا وه))

احمد یوسف نورستاني د ټاکنو په جریان کې د امنیه قومندانانو او ځینو حکومتي چارواکو لاسوهنه هم یاده کړه، وې ویل چې پدې ځل ټاکنو کې هم اشتباهات ول، درغلۍ شوي خو دا چې څومره درغلۍ شوي څېړنه یې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون کار دی.

نورستاني ځېنې رسنۍ هم ګرمې کړې چې ټاکنې یې قومي کېدو خواته بیولې دي.

هغه د دواړو کاندیدانو له لورې په ځینو محلونو کې د سمې نه څارنې په تړاوو هم وویل او د کاندیدانو د پلویانو یې وغوښتل چې خپل احساسات په کابو کې وساتي.

XS
SM
MD
LG