د لاس رسي وړ اتصالات

جان کېري:موازي حکومت جوړولو رپوټونه د اندېښنې وړ دي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په یو بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې د لاریونو په باب د رپوټونو نه خبر دی او د موازي حکومت د جوړولو وړاندیزونه یې د ژورې اندېښنې سبب شوی دی.

په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا په یو خپور شوي بیان کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري له خولې ویل شوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي ته لاس اچول ورته د منلو وړ ندي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په دغه بیان چې په کابل کې د امریکا د سفارت له لورې افغان رسنیو ته استول شوی دی، ویل شوي دي، چې هر ډول غیری قانوني کړنه چې د واک په ترلاسه کولو پای ته ورسیږې ، افغانستان ته به د امریکا او نړیوالې ټولنې د امنیتي او ماليي مرستو د لاسه ورکولو په بیعه تمام شي.

ښاغلي کېري پدغه بیان کې ویلي " هر ډول تاوتريخوالي ته لاس اچول، یا هغه ته د لاس اچولو ګواښ او یا د اساسي قانون خلاف لارو چارو ته نږدې کېدل او نور هر ډول ګواښونه د منلو وړ ندي. د امنیتی ځواکونو غیرسیاسی رول ته باید ټولې ښکیلې خواوي درناوي وکړي".

ښاغلي کېري زیاته کړی: "چې مونږ د افغانستان د ټولو مشرانو څخه غواړو چې د تېرې لسيزې د لاسته راوړنو او د افغانستان د خلکو د باور د ساتلو لپاره زغم او ټيکاو خپل کړي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له ټاکنیزو بنسټونو غوښتي، چې د درغلیو په تړاوو ټول منطقي اعتراضونو وڅیړي او بشپړه پلټنه یې وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېر ماښام د ولسمشرۍ لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې پکې عبدالله عبدالله له اشرف غني احمدزي شاته دی .

ددغه اعلان وروسته تیره شپه په کابل کې د ښاغلي عبدالله په لسګونو پلویانو لاریونونه وکړل او د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د پریکړې سره یې مخالفت وښوده. ددغو لاریون کوونکو په ډلو کې ځینو یې هوایي ډزې هم کولې چې چاته په کې زیان نه دی رسیدلې.

نن غرمه د ښاغلي عبدالله په زرګونو پلویانو د لویي جرګې په خیمه کې یوه لویه غونډه رابللې چې ټاکل شوې ښاغلی عبدالله ورته وینا واوروي او د ټاکنو د لومړنیو پایلو په باب د خپل ټیم دریځ څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG