د لاس رسي وړ اتصالات

جان کېري د افغانستان د ټاکنو د کړکیچ په حل بریالی شو


An Italian soldier patrols near Rome's Colosseum. Milan's cathedral and La Scala opera house, as well as "general venues" like churches, synagogues, restaurants, theaters and hotels have been identified as "potential targets" in those two cities for terrorist attacks.
An Italian soldier patrols near Rome's Colosseum. Milan's cathedral and La Scala opera house, as well as "general venues" like churches, synagogues, restaurants, theaters and hotels have been identified as "potential targets" in those two cities for terrorist attacks.

دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر د هڅو په نتیجه کې یوې پرېکړې ته ورسېدل چې له مخې به یې د دویم دور ټاکنو ټولې رایې له سره شمېرل کیږي.

دغه اعلان نن شنبې د جولاۍ په ۱۲ په کابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په داسې حال کې وکړ چې، کاندیدان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی یې ترڅنګ ولاړ و.

دوی له اوږدو خبرو وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت په دفتر یوناما کې د خبریالانو په وړاندې راښکاره شول. په همدې حال کې ولسمشر کرزي په یوې بلې خبرې غونډې کې دغه پرېکړه ومنله او هیله یې څرګنده کړه چې د ټاکنو کمیسیونونه دې هم دغه پرېکړه ومني.

د نوې پرېکړې له مخې د رایو بیا شمېرنه په څلورېشتو ساعتونو کې پیلیږي، او نړیوال سوله ساتي ځواکونه به رایې له ټول افغانستان نه کابل ته لېږدوي، او له افغان ځواکونو سره به په ګډه د رایو د بیا شمېرلو د بهیر امنیت ساتي .

د رایو شمېرنه به افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت د دفتر یوناما په مرسته د نړیوالو څارونکو په مخ کې کیږي، چې د دواړو کاندیدانو استازي به هم موجود وي.

رایې به د نړیوالو معیارونو په اساس په کابل کې شمېرل کیږي، وړاندې د هر ولایت رایې په هماغه ولایت کې شمېرل کېدې او د رایو پای پاڼې به یې په کابل کې د افغانستان خپلواک کمیسیون ته استول کېدې.

اجمدزی او عبدالله
اجمدزی او عبدالله

​د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او دواړو کاندیدانو په ټېنګار سره وویل چې دوی دا پرېکړه هم کړې چې که هر څوک بریالی اعلان شو له ځنډ پرته به ملي حکومت جوړوي، خو دا یې ونه ویل چې له ملي حکومت څخه یې هدف څه دی .

عبدالله عبدالله وویل «موږ دواړو د رایو د بیا شمېرلو په اړه تخنیکي او سیاسي موافقې ته ورسېدو، ټولې رایې به له سره شمېرل کیږي او بریالی کاندید به ملي حکومت جوړوي.»

اشرف غني احمدزي هم د همدغه ټکي په یادولو پر افغانانو غږ وکړ چې له زغم څخه کار واخلي او د ټولو رایو تر بیا شمېرنې دې حوصله وکړي، ده وویل «سیاست دوکانداري نه ده چې په یوه ورځ کې پای ته ورسیږي، موږ باید حوصله ولرو.»

د افغانستان د انتخاباتو کارکوونکي له رایو پاڼو صندقونه تشوي.
د افغانستان د انتخاباتو کارکوونکي له رایو پاڼو صندقونه تشوي.

د دغې پرېکړې له مخې داسې ښکاري چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د ټاکیزو شکایتونو د اورېدو کمیسون د رایو په بیا شمېرنه کې ګډ نه وي، د ښاغلي عبدالله د ډلې یوه غوښتنه هم همدا وه.

دواړو کاندیدانو له ښاغلي کیري مننه وکړه چې د دوی ترمنځ یې منځګړتوب کړی.

ښاغلي کیري، ښاغلي عبدالله او ښاغلي احمدزي دریواړو په یوه خوله له ولسمشر کرزي وغوښتل چې د واک د لېږد اعلان شوې نېټه دې وغزوي. وړاندې ولسمشر کرزي ویلي و چې د کوچني اختر په پنځمه به نوي ولسمشر ته واک سپاري.

اوس به د نوي ولسمشر تر اعلان پورې، ښاغلی کرزی پر خپلې څوکۍ پاتې وي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د لومړنیو پایلو د اعلان له مخې ښاغلي احمدزي تر ښاغلي عبدالله مخکې دی، خو ښاغلي عبدالله دغه پایلې و نه منلې او له ټاکنو سره یې پرېکون اعلان کړ . ده دا ګواښنه هم وکړه چې ډېر ژر به خپل حکومت اعلان کړ، خو امریکايي چارواکو پر کاندیدانو غږ وکړ چې د افغانستان د اساسي قانون ضد دې کومه کړنه ونکړي.

هماغه و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ولاړ چې دغه ستونزه هواره کړي، وزیر جان کیري د ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې د ولسمشر کرزي او ښاغلي عبدالله ترمنځ هم منځکړتوب کړی و .

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG