د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي حکومت ټاکنیزو اصلاحاتو ته تیار دی


د ملي یووالي د حکومت چارواکو په کابل کې وویل هڅه کوي چې په ټاکنیزو بنسټونو کې د اصلاحاتو لپاره یو کمیسیون وګماري.
د ملي یووالي د حکومت چارواکو په کابل کې وویل هڅه کوي چې په ټاکنیزو بنسټونو کې د اصلاحاتو لپاره یو کمیسیون وګماري.

د ملي یووالي د حکومت چارواکي وايي، ولسمشر غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د ټاکنو په سیستم او ټاکنیزو کمیسیونونو کې د اصلاحاتو راوستو ته تیاری لري.

د ملي یووالي د حکومت چارواکو نن په کابل کې وویل ولسمشر او اجرائيه رئيس پدې هڅه کې دي، ترڅو په ټاکنیزو بنسټونو کې د اصلاحاتو لپاره یو کمیسیون وګماري.

د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش نن د ټاکنیزو اصلاحاتو په کنفرانس کې چې د ټاکنیزو بنسټونو له مجموعې اکسین له خوا جوړ شوی وو، هغه اوازې ردې کړې چې ګواکې ولسمشر غني او د هغه اجرائیه رئيس عبدالله د ټاکنیزو اصلاحاتو په تړاوو سره اختلافات لري.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وویل"د دولت رهبري د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره هر ډول تیاری لري، هغه اوازې چې ولسمشر او اجرائيه رئيس د ټاکنیزو اصلاحاتو په تړاوو اختلاف لري بې اساسه دي."

سرور دانش وویل ولسمشر دا مهالې پدې کار کړي، چې څنګه او څه ډول ټاکنیز اصلاحات رامنځته کړي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو دا کنفرانس چې د ټاکنو د څارونکو، عامه پوهاوي او نورو ټاکنیزو مؤسسو له خوا ترتیب شوی وو، د ملي یووالي له حکومت وغوښتل شول، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره هرڅه ژر کمیسیون جوړ شي.

له ۱۵۳ ټاکنیزو بنسټونو جوړ د اکسین ادارې مشر جانداد سپین غر بیا وویل چې د ملي یووالي د حکومت مشري تل دا وايي، چې اصلاحاتو ته ژمن دي، ولې عملا هیڅ مهالوېش یې ددغو کارونو لپاره ندی ټاکلی.

جانداد سپین غر وویل د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو څلور میاشتې کیږي، هغه تعهد چې دوی کړی چې ټاکنیز اصلاحات به راولي داسې ښکاري چې اوس دوی ورته شاه اړولې ده.

خو بل لورته د اجرائیه رئيس دوهم مرستیال حاجي محمد محقق بیا وویل چې د اصلاحاتو لپاره سیاسي اراده شته خو دا چې کله به عملا دا اصلاحات پيل کیږي، محقق څه ونه ویل.

د اجرائيه رئيس دوهم مرستیال وویل اجرائيه رئيس پدې هڅه کې دی، ترڅو د ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړولو لپاره د اصلاحاتو یو کمیسیون جوړ شي.

محقق وویل د ولسي جرګې ټاکنې باید د داسې ټاکنیزو بنسټونو له لورې ترسره شي، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

حاجي محقق وویل "‪ هېله لرم راتلوونکې ټاکنې چې کیږي، باید د منلو لپاره یې له مخکې توافق موجود وي."
پدغه کنفرانس کې د مدني ټولنې د غړو له خوا وویل شول، تر هغو چې اصلاحات په ټاکنیزو بنسټونو کې نه وي راغلي نو د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره دې مهالوېش نه اعلانیږي.
دوی دا ډول د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د ستونزو د ژورې ارزونې یاده هم کوله.
مدني ټولنې غړي وار په وار د ملي یووالي د حکومت په چارواکو د ټاکنیزو اصلاحاتو غږ کوي، خو بل لورته داسې هم ویل کیږي، چې ولسمشر او اجرائيه رئيس پدغو اصلاحاتو سره جوړ ندي

XS
SM
MD
LG