د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون۱۲۰۰شکایتونه ثبت کړي


د افغانستان د ټولتاکنو په ورځ تر ۱۰۰۰ زیات شکایتونه ثبت شوي دي .دا شکایتونه د رای پاڼو او د رای ورکولو د مرکزونو د کموالي ، رای ورکولو نه د خلکو د مخنیوي ، ځانګړي نوماند ته د رای ورکولو لپاره د خلکو هڅول او د رایو ورکولو د مرکزونو د پر وخت نه پرانیستل کېدو په هکله دي. خو په همدې حال کې ډیری نوماندان په ټاکنو کې د ولسمشر د نه لاس وهنی نه خوشحاله دي .

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي د ټاکنو په ورځ دغه کمیسیون ته څه د پاسه ۱۲۰۰ شکایتونه ور رسیدلي دي .

ددغه کمیسیون ویاند نادر محسني چې په یوي خبري کنفرانس کې يي خبرې کولې ویې ویل چي د دغو شکایتونو له ډلې نه ۱۱۰۷ یې د تیلفون په کرښه او ۱۶۲ نور یې دغه کمیسیون ته د اسنادو سره او په رسمي بڼې ثبت شوي دي .

محسني داسي وویل،، د هیواد د زیاترو سیمو نه شکایتونه راغلي دي چي د رای پاڼو او د رای ورکونو د مرکزونو کموالی ، د ځینو نوماندانودڅارونکو او د ټاکنو د کمیسیون د ځینو کارکونکو له خوا د ځانګړي نوماند په ګټه رای ورکولو ته د خلکو هڅول ، د رایو ورکولو مرکزونو ته د ځینو خلکو د ننوتو مخنیوی، په خپل وخت د رای ورکولو د ځینو مرکزونو نه پرانیستل کېدل ، په ځینو مرکزونو کې د غیر مسولو کسانو په لاس د صندوقونو ډکیدل ، په ځینو مرکزونو کي له وخته مخکې د رایو شمیرل ، په ځینو سیمو کې د ټاکنو په بهیر کې د دولتي کارکونکو لاس وهنې او په ځینو مرکزونو کې د شکایتونو د پاڼو نه شتون خو د جعلي رای پانو شتون شاملي دي.،،

د ټاکنیو د شکایتونو کمیسیون د ټیلفون له لاري ور رسیدلي شکایتونه یوازي یوه خبرتیا ګني خو وايي د درغلیو په هکله شکایتونه باید مستند او له قانع کونکو دلایلو سره مل وي.

د شکایتونو د کمیسیون ویاند وايي نوماندان او رای ورکونکي کولای شي د نن شپي له ۱۲ بجو نه نیولي تر سبا شپي دغه مهال پوري په ټاکنو کې د درغلیو په هکله خپل شکایتونه له دغه کمیسیون سره ثبت کړي . خو د ۴۸ ساعتونو په تیریدو سره نور څوک د شکایت حق نلري او یاد کمیسیون به د شکایتونو د څیړلو لړۍ پیل کړي .
د ولسمشرې نوماندانو زلمي رسول او ډاکتر اشرف غني احمد زي هم په داسې حال کې چې په ټآکنو کې يې د افغانانو پراخه ونډه اخیستنه وستایله په ټاکنو کې یې د ځینو ستونزو د شتون پخلۍ وکړ خو وايي په ټاکنو کې درغلي به و نه مني.

زلمي رسول د ټاکنو د شکایتونو له کمیسیون نه غوښتي دي چي ټولي هغه رايي دي قرنطین کړي چې د درغلې پر اساس صندوقو ته وراچول شوي دي .

زلمی رسول د ټآکنو په احتمالي دوهم دور کې هم په خپل شتون ډاډ څرګند کړ. هغه داسي وویل،، که ټاکنې دوهم پړاو ته ووځي نو بیا هم زه ډاډه یم چي په دوهم پړاو کې به هم یم.،،

په عین حال کي بل نوماند داکتر اشرف غني احمدزي هم په ځینو مرکزونو کې د رای پاڼو د کموالي نه شکایت وکړ او ویې ویل چي د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید په دې هکله افغانانو ته ځواب ووايي .

ډاکتر عبدالله هم په ټاکنو کې د ډیریو افغانانو ګډون وستایه او له امنیتي ځواکونو نه یې د ټاکنو د امنیت ساتلو له وجې مننه وکړه .

ډاکتر عبدالله ادعا کوي چې د ټاکنو د لومړنیو نتایجو له رویه هغه د ټاکنو وړونکی دی . دا په داسي حال کی ده چی لا د رای شمیرلو رسمي بهیر ندی پیل شوی .
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا د ټاکنو په دغه دور کې نږدي ۷ ملیونه افغانانو خپلې رايي وکارولي .
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG