د لاس رسي وړ اتصالات

رنجبر: د ټاکنو د نتیجو په اړه د ولسمشر غوښتنه پر ځای ده


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وایي چې د انتخاباتو نتیجه دې په ټاکلي نېټې اعلان شي ځکه چې دا روان سیاسي بحران د هیواد په امنیت، ثبات او اقتصاد باندی ناوړه اغیزه کوي.

د امریکا غږ دغه مسله د افغان سیاسي چارو څیړونکي کبیر رنجبر سره مطرح کړه چې که نوي جمهوررئیس ته قدرت په ټاکلي وخت انتقال شي گټه به یې څه وي؟

کبیر رنجبر وايي گټه یې داده چې په دواړو کاندیدانو باندی او د هغوې په ټیمونو باندی فشار واردیږي چې ملي گټې په نظر کې ونیسي ، دغه پروسه گړندی شي او افغانستان د اگست تر اخره پوری قانوني او مشروع جمهوررئیس ولري.

د خراب اقتصادی حالت مخه به ونیول شي، پانگه اچوونکي به پانگې اچوونې ته زړه ښه کړی، تجاران به خپلې پیسې د ملک نه و نه باسي، امنیتي تړون به لاسلیک شی او امریکا به خپلو مالی مرستو ته ادامه ورکړي.

دا مرکه دلته اوریدای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:35 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG