د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو په ملي پروسه کې د رسنیو بې طرفي

  • نوشابه آشنا

افغانستان د بیان د ازادﺉ ورځ ونمانځله

افغانستان د بیان د ازادﺉ ورځ ونمانځله

کارپوهان وایي ددې ټاکنو اهمیت په کې دی چې د لومړی ځل لپاره په دیموکراتيکه توگه د افغانستان يو جمهور رئيس نه بل ته واک سپاري.

دوی دا هم وایي چې د واک دا لیږد به په هغه صورت کی ښه ترسره شي چې د ځينو جدي تدابيرو لکه امنيت، شفافيت، عدالت، جدي څار او نورو ترڅنگ، رسنۍ هم خپل اصلي رسالت چې بې پريتوب دی، په پام کې ونيسی.

د ټاکنو په ټوله پروسه کې په ځانگړې توگه اوس چې د چوپتيا مرحله ده د رسنيو رول خورا مهم گڼل کیږي.

د پژواک د خبری اژانس مشر دانش کړوخيل وايي « که رسنۍ پدې پروسه کی بی طرفه پاتی شي دا به اوس مهال د دواړو کانديدانو لپاره د فشار اله شي چې په ټاکنوکې درغلیو مخنيوی وکړي، په راتلونکې حکومت کې که هريو واک ته رسیږي د خلکو باور به پرې زيات وي، خو که بې پريتوب مرعات نکړي نو په ولس کې به خپل باور له لاسه ورکړي.»

د آزادو رسنیو د ملاتړ ټولونو نظر

د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړ د ادارې مسوول صديق توحيدې وایي « د رسنیو بی پريتوب د نورو اصولو تر څنگ ډير مهم دی.»

خپلواکه رسنۍ په ډيرې آسانۍ دغه اصول په پام کی نيسي خو هغه رسنۍ چې د سياسي احزابو پورې تړلی وي هغوئ ته په ټاکنو کی بی طرفی اسانه کار ندې.

توحيدی تاکيد کوي چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د رسنيو لايحه بايد په هر صورت رعايت شي.

د هغه په وینا هغه رسنۍ چې غواړي اوريدونکي او مخاطبين ولري او د خلکو اعتماد راجلب کړي بايد د معياري اصولو سره دې سم کار وکړي او پدې سياسي پروسه کې یهنی په ټاکنو کې دې خپله بې طرفي خوندي کړي ترڅو د همدې اصولو په رعايت سره خلک پرې باور پيدا کړي.

د ټاکنو په دوران کې د ډله ییزو رسنيو د فعاليتونو د لايحې له مخې، رسنۍ مسووليت لري چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د رسنيو ټول قواعد چې بې پريتوب يې اصل جوړوي د هماغه لايحې په مطابق خپل ټول فعاليتونه تنظيم کړي.

په افغانستان کې د جنوبي آسيا د رسنيو د انجمن (سفما) مشر ضيا بوميا هيله څرگندوي چې ټول مطبوعات دې پورتني ټکي په پام کې ونيسي، او دغې ملي پروسې ته چې ټاکنې دي، خلک راجلب کړي.

د هغه په اند که رسنۍ بی طرفه پاتی نشي دا به د بيان آزادي او دیموکراسۍ ته صدمه ورسوي.

همدی اصولو ته په کتو د افغانستان د رسنيو قوانين حکم کوي چې د ټاکنو په هکله او په ټاکنو کې دې ټولې رسنۍ بې طرفه پاتې شي.

د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړد ادارې مسوول صديق توحيدې په وينا هغه رسنۍ چې د سياسي احزابو پورې تړلې دي او په ټاکنو کې بې طرفي ساتل ورته اسانه کار ندی.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د رسنيو د څانگې نظر

بل داچې که د ټاکنو په پروسه کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا د رسنيو له وضع شوې لايحې مراعات ونه شي، نو کمیسیون څه اقدامات وکړي، په دې هکله د ټاکنو د خپلواک کميسيون د رسنيو د برخې مسوولې فريدې نيکزاد د اشنا راډيو ته وويل« مونږ په تيرو ټاکنو کی هم يوڅو موارد او شکايتونه ترلاسه کړل او د رسنيو دقانون له مخې مو ورسره چلند وکړ په دا ځل ټاکنو کی له ټولورسنيو غوښتنه کوو چی خپله ايمانی دنده او بی طرفی په پام کی ونيسی.»

ميرمن نيکزاد زياته کړه په هغه ناسته کې چې له رسنيو سره يې لرله ټولو ژمنه کړې چې د ټاکنو لايحه به مراعاتوي، احترام به يې کوي او بې طرفه به پاتې کيږي.

پدی کی تر ټولو مهمه خبره همدا د سکوت د دورې د قواعدو مراعاتول دي چې دوی به ورته ژمن پاتې شي.

ميرمن نيکزاد داهم وويل که چيرې رسنۍ دغو وعدوته ژمن پاتې نشي، نو د انظباطی تدابيرو له مخې اول ورته توصيه بيا رسمي اخطار ورکوو او که په دې یي هم پخپل نشراتی پاليسۍ کې مثبت بدلون د لايحې مطابق په پام کې ونه نيسي او سرغړونه وکړي، نو د کميسيون له تائيد نه وروسته یې عدلی او قضایي ادارو ته ورپيژني.

د راتلونکې شنبې په ورځ به دوه مخکښ نوماندان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی خپل بخت وآزمایي چې د افغان ولس اکثریت پر کوم یو باندې د خپلې مشرۍ باور کوي.

افغانان په تيرو څه باندې دری لسيزو کی د واک د انتقال د مختلفو ډولونو شاهدان دی، خو ددې ټاکنو ارزښت پدې کې دی چې د لمړي ځل لپاره د يوې دیموکراتيکې پروسې له لارې د يو جمهور رئيس نه بل ته واک انتقاليږی.
XS
SM
MD
LG