د لاس رسي وړ اتصالات

د رائیو د څار بهیر د عبدالله د ټیم پرته پیل شو


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکو د رایو د صندوق د بیا شمیرنې او څارنې دریدلی بهیر د عبدالله عبدالله د انتخاباتي بهیر په غیر حاضرۍ کي بیا پیل کړ. دا په داسي حال کي ده چي د ملګرو ملتونو استاځو څو ځلي هڅه وکړه چي د ښاغلي عبدالله ډله بیرته پروسې ته راولي خو هغوي په دې کار کي بریالي نشول. وروستي ریپوټونه وايي چي د عبدالله عبدالله ډله به نن بیرته په پروسې کي په مشروط ډول شامله شي.

د ملګرو ملتونو استاځو څو ورځې په پرله پسې توګه هڅې وکړې چي ښاغلیْ عبدالله عبدالله چي یوه اونۍ دمخه د رایو د څارنې د بهیر څخه د اعتراز په ډول ووتی، وهڅوي چي بیرته په دې بهیر کي برخه واخلي. د رایو د ابطال پر څرنګوالي باندي د نظر د اختلافاتو په وجې د ښاغلي عبدالله عبدالله ډله د څارنې د بهیر څخه ووتله او ورسره بهیر هم په موقت ډول وځنډول سو.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون د بیا شمیرنې او څارنې بهیر د عبدالله عبدالله د ټیم پرته د نړیوالو ناظرینو او د اشرف غني د ټیم د ناظرینو په حضور کي پیل کړ. د کمیسون ویاند وویل چي د عبدالله ډلې ته په سیمه ایز وخت تر ۲ بجو پوري معطله سول خو هغوي حاضرنشول.

د انتخاباتو کمیسون: د څار په میکانیزم کي مونږ هیڅ نقش نه درلودی

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور وویل چي د ۸ میلیونو څخه زیاتو رایوو څارنه د سلګونو ملي او بین المللي ناظرینو، خبریالانو او د اشرف غني د ټیم د استاځو په حضور کي بیا پیل شوه. هغه داسي وویل ،،د انتخاباتو خپلواک کمیسون هیله لري او د عبدالله ټیم دې ته هڅوي چي د څارنې د بهیر سره یوځای شي. د انتخاباتو د کمیسون دروازې د دوي پر لوري تل خلاصې دي.،،

ښاغلي نور زیاته کړه چي د څارنې میکانیزم د ملګرو ملتونو او د کاندیدانو د استاځو له خوا جوړ شوی دی او د انتخاباتو کمیسون هیڅ نقش نه په کښي درلودی. ښاغلي نور داسي وویل ،،د څارنې میکانیزم د ملګرو ملتونو او د دواړو کاندیدانو د استاځو له خوا ترتیب شوی دی. د انتخاباتو خپلواک کمیسون په کښي هیڅ نقش نه درلودی.،،

خو د ښاغلي عبدالله عبدالله د کمپاین مشر بریالیْ ارسلايي بیا وايي چي د رایو د ابطالولو کوم شرایط چي د دوي د ټیم له خوا پیشنهاد سوي وو، هغه په نظر کي نه دي نیول شوي. هغه داسي وویل ،،له بده مرغه پرته له دې چي د انتخاباتو کمیسون زمونږ شرایط په نظر کي ونیسي، د بیا څیړنې او شمیرنې بهیر یې پیل کړ چي دا کار نه قانوني دی او نه هم مشروعیت لري.،،

د یادونې وړ ده چي د عبدالله عبدالله ډلې ویلي دي چي په مشروط ډول به نن د دوشنبې په ورځ د څارنې په بهیر کي ګډون وکړي.

کوبیش: د نتیاجو ځنډول اقتصادي او سیاسي تاوان لري

فضل الرحمن اوریا د امریکا غږ سره په ځانګړي مرکې کي وویل چي دوي پنځه شرطونه درلودلل او ملګرو ملتونو یې د پنځو شرطونو د جملې څخه دوه منلي دي او ژمنه یې کړې ده چي پاتې درې نور به هم په راتلونکي کي مني.

په عین حال کي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ځانګړي استاځي ین کوبیش د دواړو سیالو کاندیدانو څخه غوښتي دي چي سیاسي پروسه دي د تعطیل پرته تکمیل کړي. هغه داسي وویل ،، په حقیقت کي هر ډول تعطیل او هر ډول نامعین وضیعت د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضیعت باندي منفي تاثیرات لري. ددې وخت رارسیدلی دی چي د انتخاباتو پروسه نوره تکمیله سي او د افغانستان نوی ولسمشر خپله لوړه وکړي.،،

په افغانستان کي د انتخاباتو جنجال هغه مهال پیل سو کله چي عبدالله عبدالله په دویم پړاو ټاکنو کي تر اشرف غني لږ رایې وګتلې په داسي حال کي چي په لومړي پړاو کي یې تر اشرف غني ډیرې رایې ګټلي وې.

د عبدالله ډله: حکومت او اشرف غني زمونږ پرضد لاس یو کړی

د هغه وخت راهیسې د ښاغلي عبدالله ډلې څو صوتي ټیپونه خپاره کړل او ادعا کوي چي د ولسمشر کرزي حکومت او د اشرف غني ټیم د هغوی پر ضد لاس یو کړی دی خو افغان چارواکي دا تورونه بې بنیاده ګڼي.

دا په داسي حال کي ده چي د عبدالله ډلې پرون د یکشنبې په ورځ یو نوی صوتي ټیپ خپور کړ او ادعا لري چي آواز د ولسمشر د دویم مرستیال کریم خلیلی دی چي د اشرف غني په ملاتړ کار کوي. افغان چارواکو سمدستي دغه ټیپ جعلی وګڼی.

خو ځیني کارپوهان په دې آند دي چي دغه وروستۍ ادعاګانې به روان بحران لاپسي ژور کړي او د ولسمشر کرزي د ځای ناستي د لوړې مراسم به وځنډوي چي ویل کېږي د روانې میاشتې په پای کي به ترسره شي.

ددې ترڅنګ دوه مهم موافقتنامې هم چي په لړ کي به یې د ۲۰۱۴ کال په پای کي ناټو او د امریکا متحده ایالاتو ته لاره هواره شي چي په افغانستان کي محدود نظامي ځواک پرېږدي، د افغانستان د راتلونکي ولسمشر لاس لیک ته انتظار باسي ځکه ولسمشر کرزي د دې سندونو د لاس لیکولو څخه ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG