د لاس رسي وړ اتصالات

د ناامنۍ له کبله د رایو نور مرکزونه هم تړل کیږي


افغان چارواکي وایی چی د امنیتی ملحوظاتو له کبله به په پارلمانی انتخاباتو کی د رایی ورکولو نور مرکزونه هم وتړل شی.

د انتخاباتو د کمسیون مسؤلین وایی چی د ننگرهار په ولایت کی به ٨١ مرکزونه خلاص نشی.

چارواکیو خو لا مخکی د ملک په ختیځو او جنوبی سیمو کی د سپټمبر د اتلسمی نیټی په انتخاباتو کی د ٩٠٠ و نه د زیاتو مرکزونو د تړولو اعلان کړی وو ، ځکه چی دغه مرکزونه په هغو سیمو کی موقعیت لری چی امنیت پکی ښه نه دی .

د انتخاباتو کمسیون مخکی په نظر کی درلودل چی د ٦٨٠٠ نه زیات د رایی ورکولو مرکزونه خلاص کړی.

همدا شان طالبانو ژمنه کړی چی دغه انتخابات به گډوډ کړی او د افغانانو نه یی غوښتی چی په دی انتخاباتو کی گډون ونکړی.

د یوه بل خبر له مخی ناتو نن وویل چی د هغوی یو عسکر د افغانستان په جنوب کی د یاغیانو سره په جگړه کی وژل شوی دی.

یو بل خبر وایی چی د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیی خاص استاځي شیرارد کوپر کولز د هغو رپوټونو د خپریدو وروسته استعفی وکړه چی د امریکایی او د ناتو قواوو د چارواکیو سره یی د افغانستان د پالیسۍ په اړه اختلاف پیدا شوی دی.

XS
SM
MD
LG