د لاس رسي وړ اتصالات

تېرو افغان ولسمشریزو ټاکنو ته یوه لنډه کتنه


یوه افغان مېرمن د رايي اچونې کارت اخلي
یوه افغان مېرمن د رايي اچونې کارت اخلي
د افغانستان د اساسي قانون له مخې په هرو پنځو کلونو کې یو وارې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي. د ۲۰۱۴ کال د اپریل پنځم ټاکنې له طالب نظام را وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست درېیم ځل ټاکنې دي، چې نهه کاندیدان به په کې له یوبل سره سیالي کوي .



د ۲۰۰۴ کال ټاکنې:
په افغانستان کې د جمهوري ریاست لومړني انتخابات په ۲۰۰۴ کال کې وشوې، دا هغه وخت و چې د هېواد په ډېرو برخو کې امنیت ښه او افغان حکومت ضد وسله وال طالبان کمزوري بلل کېدل.

په دغو ټاکنو کې ۱۳ کاندیدانو د جمهوري ریاست د څوکۍ ګټلو لپاره مبارزه وکړه، چې په ترڅ کې یې حامد کرزی د څه باندې ۵۴٪( څلور پنځوس فیصده رایو) رایو په ترلاسه کولو د افغانستان لومړنی منتخب ولسمشر اعلان شو.

د شمالي ټلوالې غړي او د کورنیو چارو او معارف وزارتونو پخواني وزیر محمد یونس قانون په ولسمشر کرزي پسې دویم ځای خپل کړی و.

د شمېرو له مخې په دغو ټاکنو کې شاوخوا ۱۱ میلیونه خلکو برخه اخیستې وه او په ټولو ولایتونو کې ټاکنې ترسره شوې وې.

د ۲۰۰۹ کال ټاکنې:
د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست انتخابات بیا د ۳۲ کاندیدانو ترمنځ پر سیالۍ ورټول و، چې مخکښ یې حامد کرزی، عبدالله عبدالله او رمضان بشر دوست و. د دغه کال په انتخاباتو کې د هېواد یو شمېر سیمې او ولسوالۍ د طالبانو تر نفوذ لاندې وې، امنیت یې ښه نه و او ټاکنې هم پکښې ونشوې.

اوسني ولسمشر حامد کرزي د نژدې شپږ میلیون رایو څه باندې ۴۹٪ فیصده وګټلې، چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې ګټونکی نه بلل کېده، ځکه چې تر ۵۰٪ یې کمې یانې ۵۰ جمع یو رایه نه وه پوره کړې.

په ټاکنو کې د پراخو درغلیو پرلپسې شکایتونو ولسمشر کرزی اړ ویست، چې له خپل مخکښ سیال عبدالله عبدالله سره په دویم پړاوو ټاکنو کې برخه واخلي، خو ښاغلي عبدالله انکار وکړ.د امریکا او ځینو نورو بهرنیو هېوادونو په منځګړتوب ولسمشر کرزی ګټونکی اعلان شو.

ښاغلي کرزي ورسته یې بیا په وار وار بهرنیان په ټاکنو کې په لاس لرلو تورن وبلل. په انتخاباتو کې د بهرنیانو، په تېره بیا د امریکا لاس وهنه وروسته د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ گېټس هم تائید کړه. ښاغلي گېټس په خپل وروستي چاپ شوي کتاب (دنده) کې لیکلي چې امریکا په انتخاباتو کې د حامد کرزي د بریا د مخنیوي هڅه کړې وه.


د افغانستان د ولسي جرګې غړی نادر خان ګټوازی ناامني او په ټاکنو کې درغلي د تېرو او راتلونکو دوه لويي ستونزې او په وړاندې یې ننګونې بولي: « په تېرو ټاکنو کې ځینو سیمه اییزو زورواکانو د خپلو پلویانو لپاره د رایو صندوقونه ډک کړل، په ځینو سیمو کې په لوی لاس نا امني راوټوکوله چې، درغلۍ ته لاره هواره کړي. په راتلونکو انتخاباتو کې هم همدغه اندېښنې موجودي دي.»

د ۲۰۱۴ کال ټاکنې:

افغانستان یو وارې بیا د ټاکنو په درشل کې ولاړ دی، د ټاکنو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته وویل چې، د ۲۰۱۴ ټاکنو لپاره یې ټول چمتوالی بشپړ کړی دی .

« زموږ د اټکل له مخې ۱۲ میلیونه خلک په راتلونکي ټاکنو کې د برخې اخیستلو قانون شرطونه پوره کړي دي .درې اعشاریه اووه میلونه نوخلکو کارتونه اخیستي، چې ۳۵ فیصده یې ښځې دي . په تېرو ۲۰۰۹ ټاکنو کې نژدې اووه میلیونه خلکو برخه اخیستې وه .»

د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو په څېر ، به راتلونکو ټاکنو کې هم له ډېرو سره د ناامنۍ او د درغلۍ اندېښنې موجودې دي، د دې ترڅنګ د نا امنۍ له کبله به په یو شمېر سیمو کې ټاکنې نه ترسره کیږي او سلګونه مرکزونه به تړلي پاتې شي.طالبانو هم وار له مخې د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی دی.

د ډېرو په باور
۲۰۱۴ کال ټاکنې د افغانستان د راتلونکي لپاره په داسې حال کې ډېرې مهمې دي چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي او د امنیتي چارو پېټی اوس د افغان ملي ځواکونو پر باریږي.

په داسې حال کې چې تر پخوا د افغانستان امنیتي وضیعت خراب بلل کیږي ،د شفافو او له درغلیو او جنجالونو پاک انتخابات ترسره کول به له ازمېیښته ډک، خو د افغانستان د سوله اییز او سوکاله راتلونکي لپاره ډیر اړین او ارزښتنکا بلل کیږي
.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG