د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین موده پای ته ورسېده


د افغانستان پارلماني انتخابات په بهرنیو مطبوعاتو کې
د افغانستان پارلماني انتخابات په بهرنیو مطبوعاتو کې
په افغانستان کې د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د کمپاینونو ټاکلې موده د شپې پر دولسو بجو په رسمي ډول سره پای ته ورسېده .

د انتخاباتو کمیسیون وايي د قانون له مخې د ټاکنو کمپاین باید د ټاکنو تر ورځې اته څلوېښت ساعته د مخه بند شي .

د افغانستان د دویم دور انتخاباتو کمپاین د پنجشنبې د شپې پر دولسو بجو (جون ۱۲) رسما بند شو، او د ټاکنو تر ورځې پورې دغه موده د سکوت موده بلل کیږي.

د انتخاباتو د کمیسیون ویاند نورو محمد نور د امریکا غږ اشنا ته وویل که هر کاندید او یا یې پلویانو یې د سکوت په موده کې هر ډول کمپاین وکړ، د قانون له مخې به سزا ورکول کیږي .

هغه وویل « که هر کاندید او یا د هغوی پلویان، په دغه موده کې د تیلیفون، ټولنیزو شبکو، غونډې، تلویزون راډیو او یا هرې بلې لارې نه کمپاین وکړ، کمیسیون یې سرغړونې ارزوي او د قانون له مخې ورته سزاوې ټاکي .»

ښاغلي نور ډېر جزییات ورنکړل چې دغه سزاوې به څه ډول وي .
د سکومت موده خلکو ته دا زمینه برابروي وي چې په کمپاینونو کې د کاندیدانو له لوري د هغوی اعلان شوي پلانونه او ورکړل شوې وعدې وارزوي او له ښه فکر کولو وروسته، د خپلې خوښې کاندید غوره کړي .

د افغانستان د جمهوري ریاست په لومړي پړاوو ټاکنو کې، د سکوت پر مهال هم د ځینو کاندیدانو پلویانو پر ټولنیزو شبکو او همدغه راز د ټیلیفوني پیغامونو په استولو یو ډول کمپاین کړی و، خو ښاغلی نور وايي، چې له دې اړخه یې یو لړ شکایتونه ارزولي چې د قانون له مخې به یې په اړه پرېکړه کیږي .

په پام کې ده د شنبې په ورځ د جون په ۱۴ نېټه د افغانستان د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات وشي، چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی له یو بل سره سیالي کوي .

دغه دواړه کاندیدان په لومړي پړاوو ټاکنو کې تر نورو ډېرې رایې وړې وې، خو هېڅ یو یې هم د پنځوس فیصده جمع یوه رایه په ترلاسه کولو بریالی نه شو چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر شي.

په دویم پړاوو ټاکنو کې که هر چا ډېرې رایې وکټلې هغه د افغانستان منتخب ولسمشر اعلانیږي .

د دویم دور انتخاباتو لپاره پنځلس میلیونه رایې پاڼې چاپې شوي او په پام کې ده چې د رایې اچونې څه باندې دېروېشت زره محلونه پرانستي وي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG