د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو اصلاحاتي کمیسیون زر کار پیل کوي


د انتخاباتو نه ١٨٠ورځی مخکې باید د انتخاباتو نیټه اعلان شي
د انتخاباتو نه ١٨٠ورځی مخکې باید د انتخاباتو نیټه اعلان شي

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجراییوي ریس نطاق جاوید فیصل ویلي دي ټاکل شویده چې د انتخاباتو د اصلاحاتو کمسیون په دې هفته کې کار پیل کړي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمسیون کمیشنر محمد عزیز، د اشنا راډیو ته ویلي دي، د دوی پیشنهاد ، چې جمهورریس ته یې استولی، دا دی چې د راتلونکي کال د ثوراو یا د سنبلې په میاشتی کې، د ولسي جرگې او د ولسوالیو د شوراگانو انتخابات وشي.

د افغانستان د انتخاباتو د څار د ټولنې غړی او د اصلاحاتو کمسیون ته کاندید، جانداد سپین غر وايي د انتخاباتو د قانون په اساس، د انتخاباتو د دایریدو نه یو سلواتیا ورځې مخکې باید د انتخاباتو نیټه اعلان شي. د انتخاباتو کمسیون دا صلاحیت نه لري چې قریب یو کال مخکې د انتخاباتو نیټه اعلان کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:47 0:00

XS
SM
MD
LG