د لاس رسي وړ اتصالات

لویه څارنوالي وايي په انتخاباتو کې د درغلئ په اړه تحقیقات کوي


لویه څارنوالي وايي په انتخاباتو کې د درغلئ په اړه تحقیقات کوي
لویه څارنوالي وايي په انتخاباتو کې د درغلئ په اړه تحقیقات کوي

د افغانستان د لوی څارنوال دفتر وايي غواړي چې د پارلماني انتخاباتو پر وخت د انتخاباتو دمامورینو له خوا د ټگئ او درغلیو په اړه تحقیقات شروع کړي. د انتخاباتو مامورانو د پارلماني انتخاباتو د ټولو رایو دریمه برخه باطلې کړي وې.

د لوی څارنوال مرستیال جنرال رحمت اله نظري وايي چې په دې اړه ورته د یو شمېر کاندیدانو شکایتونه رارسېدلي دي او دا تور لگوي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون یو شمېر مامورانو د خپلې وظیفې د اجرا کولو پر مهال د ټگئ او چل نه کار اخیستلی و.

کله چې سږ کال د سپتمبر په ١٨ په افغانستان کې د پارلمان لپاره انتخابات سر ته ورسېدل نو تر اوسه پورې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مامورانو د ټولو پنځه اعشاریه شپږ میلونو رایو د جملې نه دریمه برخه د ټگئ او برگئ په الزام باطلې کړي دي.

په روانه هفته کې ځینې ناراضه کاندیدان او د هغوی ملگري په کابل کې سړکونو ته راووتل او د انتخاباتو د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون پر خلاف یې نعرې ووهلې. یو شمېر کاندیدان دا تورلگوي چې کمیسیون د رایو په شمارلو او حسابولو کې ټگي او درغلي کړې وه.

مگر د انتخاباتو د کمیسیون مامورانو نن وویل چې د لوی څارنوال دفتر ددې واک او صلاحیت نه لري چې د انتخاباتي مسایلو په اړه تحقیقات وکړي.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه، د چارشنبی په ورځ دنومبر په درېمه لېکی چې دافغانستان د لوی څارنوال دفتر دهغو ادعاگانو په برخه کې جنايي تحقېقات پېل کړیدي چې واېې دافغانستان دانتخاباتو کومېسېون د پارلېمانی انتخاباتو په ترڅ کې په تقلب کې لاس درلود.

لویه څارنوالي وايي په انتخاباتو کې د درغلئ په اړه تحقیقات کوي
لویه څارنوالي وايي په انتخاباتو کې د درغلئ په اړه تحقیقات کوي

په هغو مساېلو کې چې دافغانستان لوی څارنوال دتحقېقاتو امر کړېدی په هغو کې په راېو اچولو کې تقلب او دانتخاباتو په ورځ مرگ ژوبله او نور بې قانونه کارونه چې ملگرو ملتونو هم په گوته کړېدی، شامل دی.

دلوی څارنوال مرستېال رحمت الله نظري ووېل چې دده مفتشانو دنهو قضېو تحقېقات پېل کړېدی. په دغو پېښوکې د تحقېق لپاره په نښه شوی ېو چارواکی د کابل په مرکزی دفتر کی دانتخاباتو په مستقل کومېسېون کې مامور دی. په دغوتحقېقاتو کې په ېوشمېر کسانو باندی تور لگېدلی دی چې په ا نتخاباتو کې ېې ټگی اودرغلی کړېده.

واشنگټن پوست لېکي ښاغلي نظري داونه وېل چې د انتخاباتو د کمشنرانو خلاف تحقېقات کېږی اوکه دهغوی دمامورانو خلاف به تحقېقا ت پېل شي.

واشنگټن پوست لېکی چې دا ادعاگانی چې په انتخاباتو کې تقلب اولاسوهنه شوېده، دېوشمېر کاندېدانو له خوانه دلوی څارنوال دفترته رارسېدلي دي. ښاغلی نظري ووېل چې ددوی دفتر ېوازې په هغو ادعاگانو باندې لکه درشوت اخېستل چې جنايي اړخ لري تمرکز کو.

دانتخاباتو د مستقل کومېسېون ېوه غړي عبدالله احمدزي ووېل چې د لوی څارنوال دفتر دا صلاحېت نلري چې دانتخاباتو په اړه پېښو دتحقېقات وکړی. مگر په دې صورت کې چې دافغانستان د انتخاباتو د موسسو په واسطه مستقېما دهغه دفتر ته ولېږل شی.

واشنگټن پوست د ښاغلی احمدزي په حواله لېکی چې د لوی څارنوال له خوانه د سه شنبی په ورځ باندی ددوی دفتر ته ېولېک ورلېږل شوی دی چې غواړی ددوه کاندېدانو د قضېو په برخه کې تحقېقات وکړی. په دغو قضېو کې ېوه د هرا ت ولاېت دېوه کاندېد ده او بله د کاپېسا ولاېت دېوه کاندېد ده. دغه سړی د انتخاباتو د شکاېاتو دکومېسېون له خوانه په انتخاباتو کې دگډون کولو وړ نه وگڼل شوی. دانتخاباتو د شکاېاتو اداره په افغانستان کې په انتخاباتو کې د لاسوهنی او راېو کې د گډوډۍ تحقېقات هم کوی.

واشنگټن پوست د احمدزي له قوله لېکی چې د لوی څارنوال دفتر دانتخاباتو دمساېلو تفتېش نشی کولی او داډېره واضحه خبره ده. پکارده چې هغه دانتخاباتو د شکاېاتو کومېسېون ته لېک ورلېږلی و نه دانتخاباتو مستقل کومېسېون ته . آحمدزی ووېل چی دی ددې لپاره کومه توجېه نه وېني چې د لوی څارنوال دفتری دی مستقېما دانتخاباتو په مساېلو کې دخالت وکړی.

واشنگټن پوست په پاې کې لېکی چی دانتخاباتو نتاېج دوه اونۍ مخکې اعلان شول او دانتخاباتو مستقل کومېسېون ووېل چې دوی ېوملېون اودری سوه زره راېې باطل اعلان کړلی. رپوټ وايی دادټولو اچول شوېو راېو څلورمه برخه کېږی. تېرکال د جمهوری رېاست په انتخاباتو کې هم دراېو په اچولو کې دتقلب له امله تقرېبا همدومره راېې باطل اعلان کړی شوی وې.

دافغانستان د پارلېمانی انتخاباتو د نتاېجو داعلان نه وروسته ېو شمېر کاندېدانو شکاېتونه وکړل چې د انتخاباتوکومېسېون په څه باندی دومره رایی باطل اعلان کړېدی. په کابل کې د ېوشمېر کاندېدانو او دهغوی د پلوېانو له خوانه له قهره ډکی مظاهری وشوی. په دغو مظاهروکې هغوی دانتخاباتو پر کومېسېون باندی تور ولگاوه چې دانتخاباتو نتاېج ېې انحصار کړېدی او دنوېو انتخاباتو غوښتنه کوی.

XS
SM
MD
LG