د لاس رسي وړ اتصالات

د پارلمان غړو له کرزي نه د افتتاح غوښتنه وکړه


د پارلمان غړو له کرزي نه د افتتاح غوښتنه وکړه

د پارلمان غړو له کرزي نه د افتتاح غوښتنه وکړه

د افغانستان د پارلمان تقریبا د سلو وکیلانو یوې ډلې د سپټمبر د میاشتې د انتخاباتو د نتایجو په سر د راپورته شوو جنجالونو سره سره نن د جمهور ریس کرزي نه وغوښتل چې د ډسمبر په نولسمه نیټه نوی پارلمان افتتاح کړي.

د ولسي جرگې د ٢۴٩ څوکیو لپاره انتخابات چی د سپټمبر په اتلسمه نیټه ترسره شول او نتایج یی اساسآ د اکتوبر په میاشت کی اعلان شوي وای، خو د انتخاباتو خپلواک کمسیون دغه نتایج وځنډول تر څو د جعل کاریو، بې نظمیو او د جنگ سالارانو لخوا رایې ورکونکو ته د گواښونو شکایتونه وڅیړي.

د ادعاگانو د څیړلو په نتیجه کی ٢۴ کاندیدان چې هغوی مخکې بریالي اعلان شوي وو، بی اعتباره شول، او هم د ٥،٦ میلیونو اچول شوو رایو تقریبا څلورمه برخه بی اعتباره شوې.

د افغانستان لوی څارنوال د ستری محکمې نه پرون وغوښتل چې د پارلمانې انتخاباتو نتیجې باید باطلې کړي ځکه چې په پراخه پیمانه ټگي پکې شوې وه او ډیرې پیسې پکې خوړل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري وویل چې سترې محکمې ته یو لیک استولی دی چې د پارلمانی انتخاباتو نتیجې دې فسخ کړي او د انتخاباتو د کمیسیون ١۴ هغو لوړ پوړو مامورانو لپاره د حبس مودې وټاکي چې د رایې گیرئ د څارنې او یا د رایې گیرئ نه وروسته یې د ټگئ برگئ او رشوت خورئ په اړه د تحقیقاتو مسوولیت په غاړه درلوده.

خو د افغانستان د انتخاباتو مستقل کمیسون او د انتخاباتو د شکایاتو کمیسون دواړو د لویې څارنوالۍ غوښتنه رد کړې ده او وايي چې دا یو غیر قانوني عمل دی.

د انتخاباتو کمیسون وايي چې هیڅوک ددې حق نه لري چې د انتخاباتو نتیجې فسخ کړي او یا یې باطلې کړي.

په انتخاباتو کې د درغلیو او ټگیو په اړه د شکایاتو کمیسیون ته د کاندیدانو له خوا برابر ٥٠٠٠ شکایتونه رارسیدلي وو، خو د شکایاتو کمیسون یوازې ٢۴ کاندیدان نا اهله اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG