د لاس رسي وړ اتصالات

د روداتو ولسوالۍ ډیر خلک وايي د انتخاباتو کارتونه نلري


د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ يو شمېراوسیدونکي دانتخاباتو مستقل کميسون نه د رايې ورکولو د کارتونو غوښتنه کوي .

ددغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دوی د سيمې يو شمېرهغه کورنۍ چې بیرته خپل هېواد ته راستنې شوي دي او يوشمېر هغه کسان چې يا ترې کارت ورک شوى او يا تازه اتلس کلن شوي د رايې ورکونې کارت نه لري.

دوی د انتخاباتو له مستقل کميسون نه غوښتنه کوي چې په ولسواليو کې دې د رايې ورکولو د کارتونو د ويش لړۍ پيل شي. چې دغه خلک په راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي.

ددغه ولسوالۍ اوسیدونکي غوښتنه لري چې د انتخاباتو کميسون دفتر دې يوه ګرځنده څانګه سيمې ته ولېږي چې کور په کور وګرځي او خلکو ته د رايې ورکولو کارتونه ورکړي.

د انتخاباتو مستقل کميسون وايي چې دوی اوس مهال په دغه ولايت کې د رايې ورکولو کارتونو لپاره يوازې په ښار کې درې ګروپونه چې دوه يې د نارينه او يو يې د ښځينه وو لپاره ټاکلي دي.

ددغه دفتر ساحوي مشر ډاکتر احمد ولي امين وايي دوی به د روداتو ولسوالۍ د اوسېدونکيو دغه غوښتنه مرکز ته ورسوي. دى وايي دوی اوس مهال دلته د دوی دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه شي ورکولى او نه دا د دوی د صلاحيت خبره ده.

د روداتو ولسوالۍ د اوسېدونکيو ددغې غوښتنې تر څنګ د يو شمېر نورو ولسواليو اوسېدونکي هم دې ته ورته غوښتنه او ستونزه لري.

دوی اندیښنه څرګندوي چې که ولسوالۍ ته ګرځنده ټيمونه ونه ټاکل شي نو زيات شمیرخلک به په انتخاباتو کې له رايې ورکولو پاتې شي.

د جمهوري رياست تر انتخاباتو وروسته زيات شمیرکورنۍ له ګاونډيوهېوادونو راکډه شوي يو شمیر نورې لاله نورو ولايتونو خپلو مېنو ته راغلي دي.

دغه کورنۍ زياتره له کارتونو بې برخې پاېت دي اوهمدارنګه يو شمیر هغه انجونې اوهلکان چې د ١٨کلنۍ عمر يې تازه بشپړ کړى هغوی هم له کارتونو څخه بې برخې پاتې شوي دي.

کتونکي په دې نظر دي چې د انتخاباتو دفتر بايد ددغو خلکو کلتور او اقتصاد ته په کتو سره په سيمه کې د ګرځنده ټيمونو له لارې پر دوی کارتونه وويشي.

XS
SM
MD
LG