د لاس رسي وړ اتصالات

د پارلماني انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنو لاندې راغلی


د افغانستان د انتخاباتو د څارنې یوه مهمه ډله وايي چې د شنبې د ورځې د انتخاباتو مشروعیت ترسوال لاندې راغلی دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، د انتخاباتو د کیفیت په برخه کې جدي اندیښنه لري ځکه دوی ته د امنیت او د درغلیو ډیرشکایتونه رسیدلي دي.

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمسیون وویل چې دوی ته د انتخاباتي سرغړونو لکه د رایه اچونې د مرکزونو ناوخته پرانستل، د رایه اچونې د ثبت د کارتونو نه غلطه استفاده او د تقلبي رنگ د کارولو په هکله رپوټونه رارسیدلي دي.

کمسیون تر اوسه پوري په رسمي ډول د رایه ورکونکو د ارقامو او ددوی د گډون په هکله څه نه دي ویلي. مگر صرف دومره یې وویل چې دری اعشاره شپږ ملیونه خلکو په رایه اچونه کې برخه واخیستله. د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې نژدې شپږ ملیونو رایه اچونکو رایه ورکړې وه.

د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کی مون په یوه وینا کې رایه اچونکي ددوی د عزم او ارادې په سبب وستایل.

امریکايي جنرال او په افغانستان کې د ناتو د قواوو قوماندان جنرال پټریس هم رایه اچونکي وهڅول او وايي چې د افغانستان د راتلونکي غږ ددوی د خلکو پورې اړه لري او د سرزور افراطیانو او د ترورستي شبکو پورې اړه نه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د انتخاباتو په اړه په تشدد کې یوولس ملکیان او د پولیسو درې افسران وژل شوي دي. د انتخاباتو د مستقل کمسیون رئیس د یکشنبې په ورځ وویل چې ددې کمسیون د کارکونکونه چې مخکی د افغانستان په شمال کې برمته شوي وو، د شنبې په ورځ د دریو تنو مړي لاس ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG