د لاس رسي وړ اتصالات

معنوي: د انتخاباتو په ورځ دوه نوي فیصده د رایو مرکزونه خلاص و


د افغانستان خلکو نن د شنبې په ورځ په داسي حال کي چی د راکټونو او بمونو حملې پر وشوې، په پارلماني انتخاباتو کي برخه واخیسته چی دا د یاغیانو او اداري فساد او رشوتخوریو په مقابل کی د حکومت یو ډیر مهم آزمایښت ګڼل کیږي.

رپوټونه وایي چی په ټول ملک کي لږ تر لږه شپږ کسه په بیلو بیلو حملو کي وژل شوي دي چی په کي د بغلان په ولایت کي د یوه راکټ حمله هم شامله وه چی دوه تنه یې ووژل. دې ته ورته مرګانۍ حملې د کنړ او تخار په ولایتونو کي هم شوي دي. او خپله په کابل کي هم مخکي له دې چي رایګیري شروع شي د یوه راکټ حمله وشوه.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي وویل داسي کومي خاصې لوېي حملې ندي شوي چی انتخابات دي ګډ وډ کړي او د رایګیري د ٥٨٠٠ مرکزونو نه ٩٢ فیصده یې خلاص وو.

ډیرو افغانانو د طالبانو د ګواښونو پروا ونه کړه او خپلي رایی یې ورکړې. د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي نن سهار وختي په کابل کي خپله رایه ورکړه او ویې ویل چی دغه پارلماني انتخابات به هیواد یوې ښې آیندې ته ورسوي.

په دې انتخاباتو کي څه د پاسه ٢٥٠٠ تنو د ولسي جرګې ٢۴٩ چوکیو ته ځانونه کاندید کړي وو.

د ملګرو ملتو چارواکو ویلي وو چی په رایګیري کي به تقلبونه او ټګۍ برګۍ موجودي وي، مګر هغوی دا هم ویلي وو چی څرنګه چی دا رایګیري د جګړو په منځ کي کیږي، نو دا خپله بریالیتوب ښئي

افغانستان ته د ملګرو ملتو خاص آستاځي ( سټېفېن دي میستورا ) په کابل کي د راګیري وکتله او ویی ویل چی د تقلب د مخنیوي د پاره یوڅه مقررات تطبیق شوي دي.

ځینو رای ورکونکو شکایت درلود چی هغه چا چي رایه ورکړې خاص رنګ چی پر لګیدلي دی هغه ژر پاکیدای شي او ځکه نو یو څوک کولای شي چی تر یو ځل زیاتي رایي ورکړي. د رایګیري نه مخکي د رایو جعلي کارټونه ضبط شوي وو.

ددې رایګیري لومړنۍ نتیجې به تربلي میاشتي پوري معلومي نه شي او ویل کیږي چی وروستۍ نتیجې به یې د اکتوبر د ختمیدو نه وروسته کله چي د تقلبونو په باب شکایتونه حل و فصل شي، اعلان شي.

XS
SM
MD
LG