د لاس رسي وړ اتصالات

« پام وړ شمېر کندوزۍ مېرمنو د رایو اچونې کارتونه اخیستي»


Afghan election Kundoz
Afghan election Kundoz
په کندوز کې د مختلفو ولسوالیو له ځوانانو سره په انتخاباتو کې د نارینه او ښځینه د یو شان ګډون په موخه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د ځوانانو نظریات او وړاندیزونه واورېدل شول.

په انتخاباتو کې د ښځو پر برخې اخیستنې او د هغوی لپاره په کې د برابرو شوو اسانتیاو یادونه وشوه. د انتخاباتو د سیمه ییز دفتر د روزنیزې برخې مسولې پلوشې وویل چې د ولایتي انتخاباتو د نارینه کاندیدانو په پرتله ښځینه کاندیدانو ته اسانتیاوې برابر شوی، چې یوه يې هم د هغو پيسو بېرته ورکول دي چې باید د کاندېدېدو پر وخت يې د انتخاباتو دفتر ته سپاري.

افغان ټاکنې
افغان ټاکنې
​پلوشې همدارنګه زیاته کړه چې د ښځینه رایه ورکونکو لپاره هم اسانتیاوې برابر شوي:
« د انتخاباتو خپلواک کمیسون د ښځینه رایه ورکوونکو لپاره اسانتیاوې برابر کړي او د هغوی لپاره يې د رایې ورکولو او کارت اخیستو ځانګړي مرکزونه پرانستي دي،ښځې باید په انتخاباتو کې فعاله ونډه واخلي، ځکه چې په تیرو انتخاباتو کې د ښځو برخه اخیستنه د قناعت وړ نه وه.»

په دغه غونډه کې د کندوز ځوانانو هم ګډون درلوده په انتخاباتو کې د ځوانانو پېغلو او هلکانو د ګډون په اړه وویل: (( زمونږ ځوانانو له تیرو انتخاباتو زده کړه کړې، او ټولې کمبودۍ يې پوره کړي دي، او د کندوز په سطحه ځوانانو ته د انتخاباتو د پوهاوي په اړه پروګرامونه جوړ شوي.))

غبدالغفور هوتک وویل چې په تیر ځل انتخاباتو کې هم ځوانانو په هر ډول سختو شرایطو کې په انتخاباتو کې ګډون کړې: (( له تیرو انتخاباتو نه تجربه لرو چې په سختو شرایطو کې او د راکټونو لاندې ځوانانو هم د رایو صندقونه وساتل او هم يې رایه ورکړه، او دا ځل دغه احساس دوه برابره شوی، په هر شکل چې کیږي د خپلې خوښې کاندید ته به رایه ورکړو.))

پیغله وږمه رحمت زاده ساپۍ وايي چې ځوانان علاقه لري چې باید په انتخاباتو کې برخه واخلي او خپل راتلونکې ریس جمهور او ولایتي نماینده و ټاکي:

« کله چې له ځوانانو سره مخامخ کیږو، علاقمند دي چې کارتونه واخلي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي، خو که د کارت ورکولو مرکزونه په ښوونځیو او مسجدونو کې وای نو هغو ښځو به هم کارتونه اخیستي وای چې په کارت اخیستو پسې لرې ځای ته نه شي تللای.»

د انتخاباتو د دفتر د احصايي له مخې په تیرو انتخاباتو کې ۲۳ فیصده ښځو د انتخاباتو کارتونه اخیستي وو، چې دغه ارقام د قناعت وړ نه وو، خو سږ کال په انتخاباتو کې د ګډون په موخه د ښځو له خوا د کارت اخیستو فیصدي ۳۴ ته لوړه شوې ده.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG