د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون:د ۲۶۰۰ صندقونو رايي پروسس شوې


د رایو صندقونه
د رایو صندقونه
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي تر دې دمه د څه باندې ۴۵ فیصده رايو صندقونه په کابل کې د کمیسیون مرکزي دفتر ته د شمېرلو او پروسس لپاره رسېدلي دي.

خو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي چې د رایو یو شمېر مرکزونو څخه د درغلیو راپورونه هم رسېدلي چې و به څېړل شي.

هغه وايي «د افغانستان د تاکنو د قانون په ۵۸ ماده کې میکانیزم شته چی د هغه په اساس به ټول هغه صندوقونه مراکز یا محلاتو چې مشکوک وي او داسې علایم ولري چې د خلکو رایه نده تمثیل شوې نو هغه به د مشاهدینو ، څارونکو او مطبوعاتو تر مخ له سره کتل کیږي،که چیری رایي سالمې وې هغه به پروسس شي که نه وې باطلیږي.»
د رایو صندقونه
د رایو صندقونه



په همدې حال کې د ټاکنو کمیسیون وايي له ټولو ولسوالیو نه ټاکنیز مواد د دغه کمیسیون ولایتی دفترونو ته رسیدلي دي،خو د هوا د خرابوالي له کبله یوازې د غور ولایت د څلورو ولسوالیو رايي لا هم ولایتي مرکز ته رسیدلي نه دي .

دا په داسی حال کې ده چې تر دې د مه د رایو ۲۹۰۳ کڅوړې د شمېرلو لپاره کابل ته رسېدلي او د چارواکو په خبره ۲۶۰۰۰ یې وار د مخه پروسس شوې دي .

د ټاکنو کمیسیون وايي که انتخابات دویم پړاوو ته ځي، دوی ورته بشپړ چمتوالی لري .

که یو کاندید هم ۵۰+۱ رايي پوره نه کړي، انتخابات به دویم پړاوو ته ولاړ شي .


د ټاکنو کمیسیون چې تر دې د مخه یې ژمنه سپارلې وه چې د ټاکنو قسمي پایلې به د روانی میلادي میاشتی په ۱۶ اعلان کړي، خو واس وايي دغه نتیجه به هغه مهال اعلان کړي چې د ۲۰ ولایتونو رايي پاڼې پروسس شي .

په همدي حال کې د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي هغه شاوخوا ۲۵۰ کسان یې نیولي چې د پولې له اغاړې افغانستان ته د ټاکنو د ګډوډولو په موخه راغلي و .

د یادی اداری ویاند لطف الله مشعل په کابل کې خبریالانو ته وویل ،د طالبانو ، جند الله ، حقانې شبکې ، سلفي طالبانو او ډیرو نورو ترهګرو ډلو پتیلې وه چی د ډله ییزو ځانمرګو بریدونو ،ماینونو او له چاودیدونکو توکو بار ګاډو په واسطه ټاکنې او تاکنیز بهیر ګډوډ کړي.

د ښاغلي مشعل په وینا په نیول شویو کسانو یو شمېر پاکستانیان هم شته دي .
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG