د لاس رسي وړ اتصالات

د مخابراتو وزارت د الکترونیکي تذکرو وېش پیلوي


د مخابراتو وزارت د الکترونیکي تذکرو وېش پیلوي
د مخابراتو وزارت د الکترونیکي تذکرو وېش پیلوي

د افغانستان د مخابراتو وزارت د برېښنايي تذکرو د ویش د نوې لړۍ د پيل اعلان وکړ او په همدې اړوند یې د عدلېې، کورنیو او مالېې وزارتونو ترمنځ قرارداد لاسلیک کړ او د موټر چلولو د لایسنس، د ګاډو ثبت او د راېې ورکولو نوملړ به ددې پروژې په اوږدو کې يو په بله پسې عملي کیږي.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین په کابل کې خبریالانو ته ددې پروژې د پيل په اړه وویل چې دا پروژه به په درېیو پړاوونو کې ترسره شي، لومړی به له قرارداد اته میاشتې وروسته په کابل کې د الکترونیکي تذکرو ویش پیل شي، په دوهم پړاوو کې به دا پروژه پراختیا ومومي او دولس میاشتو کې به پنځلسو ولایتونو ته پروژه وغځیږي او په درېیمه مرحله کې به په شپاړسو میاشتو کې اتلس ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي، امیرزي سنګین وویل چې دا پروژه به په درېيو کلونو کې تطبیق شي.

سنګین زیاته کړه چې د پروژې لپاره یې د جي ټي ار کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی هغه وايي چې دا سیستم په ډېرو لږو نورو هیوادونو کې عملي کیږي او ډېر پرمختللی دی.

د سنګین په وینا پدې پروژې به يو سلو يو اشاریه پنځه ملیونه امریکايي ډالر لګښت راشي چې د مالېې د وزارت له بودېجې به ورکړل شي.

په افغانستان کې دا مهال د تذکېرو په اړه لویه ستونزه دا ده چې په پاڼو کې ده او د انتقال او استعمال ستونزه لري.

XS
SM
MD
LG