د لاس رسي وړ اتصالات

نیمروز کې لسگونه ټنه چاودېدونکي مواد نیول شوي


نیمروز کې لسگونه ټنه چاودېدونکي مواد نیول شوي
نیمروز کې لسگونه ټنه چاودېدونکي مواد نیول شوي

د افغانستان دحکومت ماموران وايي چې پولېسو د نیمروز په ولاېت کې نن نونس ټنه چاودېدونکي مواد نيولي دي چې د تجارتي مالونو په کانټېنرونو کې اېښوول شوي وو.

د پولېسو ېوه مامور محمد موسی رسولی ووېل چه مامورانو دولس متره اوږد ېو کانټېنر ونېوه، ظاهرا داسی ښکارېده چې د اشپزخانی دجوړولو سامانونه په کی بار دي ومگر خو کله چې دنېمروز د گمرکاتو مامورانو تلاشی کړ نو معلومه شوه چه دچېن دساخت د وسلو په صندوقونو کی چاودېدونکي مواد سره پټ اېښوول شوی وو.

دغه کانټېنرونه داېران نه راوړل شوی وو. رسولې ووېل داسی ښکاری چه دغه مواد په افغانستان کی دېوه شخصی شرکت لپاره راوړل کېدل. ېو سړی نېول شوی دی او دکانټېنر داصل سرچېنی د درک لگولو لپاره پولېسو پلټنی پېل کړی دي.

پخوا دافغانستان حکومت په اېران باندی تور لگولی ؤ چه طالبانو ته وسلې رالېږی خو اېران دا ډول الزامونه رد کړی دي.

XS
SM
MD
LG