د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان شربت گله له خپل ملکه باسي


محکمې شربت گله په ١٥ ورځو بند او ١٠٥٠ ډالرو جریمې محکمه کړې ده
محکمې شربت گله په ١٥ ورځو بند او ١٠٥٠ ډالرو جریمې محکمه کړې ده

یوې پاکستانۍ محکمې نن د جمعې په ورځ پریکړه وکړه چې شربت گله دې بیرته خپل هیواد افغانستان ته ولیږل شي.

شربت گله په دې تورنه شوی وه چې په پاکستان کې په غیر قانوني اسنادو ژوند کوي. هغه چې د زرگونو مهاجرو په څیر په غلطو اسنادو په پاکستان کې اوسیدله د دوو کالو راهیسې تر پلټنو لاندې وه.

د شربت گلې وکیل مبشر نظر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې شربت گلې خپل جرم منلی او محکمې هغه په ١٥ ورځو بند او ١١٠٠٠٠ پاکستاني کلدارو چې نژدې زر ډالره کیږي، جریمې محکمه کړې ده.

ښاغلي نظر زیاته کړه چې "شربت گله ١١ ورځې په زندان کې وه. په دې معنی چې هغه به د دوشنبې په په سهار خوشې شي." هغه دا هم وویل چې مونږ له محکمې وغوښتل چې هغه د بشري حقونو په اساس خوشې کړي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال چې د شربت گلې د خوشې کیدو هلې ځلې یې کړې دي، په خپل تویتر کې په یو لنډ پیغام کې لیکلي دي:

په پیښور کې د افغانستان د قونسلگرۍ د مهاجرو د چارو د څانگې مشر عبدالحمید جلیلي ویلي دي چې "مونږ به د دوشنبې په ورځ په پوره درناوي هغه افغانستان ته یوسو."

ښاغلي جلیلي دا هم ویلي دي چې د شربت گلې څلور سره اولادونه به هم له هغې سره افغانستان ته ستانه شي.

شربت گله په Hepatitis C یا د تور زیړي په ناروغۍ اخته ده او میږه یې څو کاله دمخه مړ شوی دی.

سټیو مکیوري په ١٩٨۴ کال کې په پیښور کې د یوې افغان مهاجرې عکس واخیست او بیا دا عکس د مشهورې مجلې نیشنل جیوگرافک په سر پاڼه خپور شو. د شنو سترگو دې بې نومې جلۍ عکس ته د افغان گرل یا افغانې جلۍ نوم ورکړل شو. دې عکس سټیو میکوري خورا مشهور کړ.

ښاغلي سټیو په ٢٠٠٢ کال کې د همدې شنو سترگو نجلۍ په لټون پیښور ته لاړ او شپاړلس کاله پس ېې هغه د شربت گلې په نوم وموندله.

سټیو مکیوري د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې زه د شربت گلې پوره وړی ووم، دا مې ارمان و چې دغه افغانه مهاجره جلۍ پیدا کړم او خدمت ېې وکړم.

هغه وايي چې زه نه غواړي ووایي چې د شربت گلې لپاره یې څه څه کړي، ځکه چې د هغه په وینا ورباندې یې کوم احسان نه دی کړی، بلکې د هغې هغه قرض یې خلاص کړی، کوم چې د هغې د تصویر له درکه ورته رسیدلی و.

امریکايي عکاس وايي چې تېره اونۍ چې پیښور کې د شربت گلې د گرفتارۍ نه خبر شو، خورا حیران او خوابدۍ ش. هغه وایي "شربت گله یوه معصومه څهره او مظلومه افغانه ده. هغې سره باید ښه وشي، بندي کول ېې یوه ستره جفا ده."

XS
SM
MD
LG