د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د ښځینه پولیسو رول اغیزناک بلل شوی دی


په پکتیا کې پولیسانې وايي په خپلو دندو کې خوشحاله دي او کارونه یې هم اغیزناک ثابت شوي دي.
په پکتیا کې پولیسانې وايي په خپلو دندو کې خوشحاله دي او کارونه یې هم اغیزناک ثابت شوي دي.

په پکتيا پولیسانې وايي چې د امنيت په برخه کې ډېرې اغېزناکې ثابتې شوې دي. په همدې حال کې امنيتي چارواکي وايي، چې د ښځینوو پولیسو د شمېر د زیاتولو هڅې یې پیل کړي دي.

مېرمن فرزانه د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې په مديريت کې پولیسه افسره ده.

هغه هرسهار قوماندانۍ ته تر تګ وروسته خپل نظامي يونيفورم اغوندي او له نورو پولیسانو سره يو ځای نظامي تمرینونه کوي.

مېرمن فرزانې له تمريناتو وروسته په خپل دفتر کې له امريکا غږ سره په خبرو کې په افغانستان غوندې هېواد کې پر کورونو د پلټوونکو عملياتو او دغه راز په کورونیو کې پر ښځو د زورزیاتي د پېښو په کموالي د ښځنیوو پولیسو شتوالی مهم بولي.

هغې وويل"نارينه پوليس نشي کولی، چې يوه ښځه او يا د هغې صندوق تالاشي کړي. موږ کولی شو هغه په ښه توګه تالاشي کړو. په پکتيا کې ښځینوو پوليسو ته ډېر ضرورت دی. د پکتيا ډېر درانه خلک دي او نغواړي، چې ښځې يې نارينه پوليس تالاشي کړي. "

ستاره شريفي د پکتيا يوه بله پوليسه ده. هغه وايي، چې د نارینوو پولیسانو په څېر ښځينه پوليسې هم د امنيت په ټينګښت، په ځانګړې توګه د کورونو د تالاشۍ پرمهال ډېرې اغېزناکې ثابتې شوې دي.

هغې وويل" لکه وروڼه، چې د خپل ملت لپاره دندې ترسره کوي، ښځو ته هم همدومره اړتيا شته. زه هېڅکله داسې احساس نکوم، چې يوه پوليسه يمه، زه داسې احساس کوم، چې زه هم يو پوليس يم. "

د پکتيا په امنيې قومندانۍ کې د ښځينه پوليسو مشره دويم ساتنمنه صابره وايي، چې د پوليسو د روزنې په مرکز کې د ښځينه پوليسو د اړتيا له مخې د هغوی موثرې روزنې ته ځانګړې پاملرنه لري.

د پکتیا پولیسانې وايي چې د نارينه پوليس په څېر پوليسې هم د امنيت په ټينګښت او په ځانګړې توګه د کورونو د تالاشۍ پرمهال ډېرې اغېزناکې ثابتې شوې دي.
د پکتیا پولیسانې وايي چې د نارينه پوليس په څېر پوليسې هم د امنيت په ټينګښت او په ځانګړې توګه د کورونو د تالاشۍ پرمهال ډېرې اغېزناکې ثابتې شوې دي.

افسرې صابرې د پوليسو له روزنيز مرکز يا اکاډمۍ څخه د نارينه پوليسانو ترڅنګ د يو شمېر ښځينو پوليسو د فراغت تر مراسمو وروسته امريکاغږ ته وویل "زه د پکتيا په کچه ټولو خلک ته دا ډاډ ورکوم لکه څنګه، چې زموږ وروڼه د خپل وطن خدمت ته ولاړ دي او سر پرې ورکوي، موږ هم له خپلو سرونو تېرې يو."

د ښځینو پولیسو روزنه

دا مهال د پکتيا په مرکز ګردېز کې کابو ۲۲ ښځينه پوليسې د نارينه پوليسو ترڅنګ دندې ترسره کوي. دوی زياتره وخت د کورونو د تالاشۍ په عملياتو کې برخه اخلي.

په همدې حال کې د پکتيا امنيې قوماندان پاسوال زلمی اورياخېل په دې ولايت کې د اړتيا له مخې د ښځينه پوليسو د شمېر پر زياتوالي او دغه راز د هغوی پر ښې روزنې ټينګار کوي.

ښاغلی اوریا خیل وايي"موږ کوښښ کوو، چې خپلو ليکو پولیسانې ډېرې جذې کړو. په دې اړه د ښځو چارو له رياست، ښوونځيو او ولايتي شورا سره په تماس کې يو، چې په مرسته راسره وکړي. "

ښاغلي اورياخېل زياته کړه هڅه کوي چې د ښځينه پوليسو د شمېر د زياتېدو ترڅنګ د هغوی د کاري وړتيا د لوړوالي لپاره هم د مسلکې زده کړو زمېنې برابرې کړي.

"کوښښ کوو هغه ښځينه پوليسې، چې سواد کې مشکلات لري، د سواد زده کړو په کورسونو کې تنظيمې کړو او هغه چې سواد ولري د تعليم کچه یې پورته کړو، چې دندې ښې ترسره کړي. "

په افغانستان کې ښځینه پولیس د ټولني ستره اړتیا بلل کېږي او په دې برخه کې له کورنيو څخه د چارواکو غوښتنه دا ده هغه میرمنې، چې دې مسلک سره لیوالتیا لري، له پوليسو سره د يو ځای کېدو اجازه ورکړي.

د یو لړ ټولنیزو او دودیزو محدودیتونو ترڅنګ نا امني هم دې لامل شوې چې د ډېرو په باور کورنۍ په اسانۍ زړه نه ښه کوي چې خپلې خویندې، لورګانې او مېندې د پولیسو په لیکو کې ورشاملې کړي.

XS
SM
MD
LG