د لاس رسي وړ اتصالات

د مالیې وزارت: پارلمان لخوا د بودیجې په تصویب کې ځنډ خطرناک دی


د مالیې وزارت: پارلمان لخوا د بودیجې په تصویب کې ځنډ خطرناک دی

د مالیې وزارت: پارلمان لخوا د بودیجې په تصویب کې ځنډ خطرناک دی

د افغانستان دمالیی وزارت اندیښنه ښودلی چی که دپارلمان اداری مشکل حل نه شی او د روان کال بودجه ژرترژره تصویب نه شی نو د بیارغونی پروژی به له خنډ او خنډ سره مخامخ شي.

د مالیی وزارت مشاور نجیب الله منلی په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل د مالیې وزارت د راروان لمریزکال بودجه دتصویب لپاره پارلمان ته استولې خو اندیښنه یی وښوده چې که دپارلمان اداري هیت د ټاکلو ستونزه زر هواره نه شی او دبودجی تصویب وځنډول شي نو په هیواد کی به پر پرمختیایی چارو ناوړه اغیز وکړي.

منلی وویل په افغانستان کې د موسم په پام کی نیولو سره دبیارغاونی ډیری پروژی د حمل په میاشت کی چی د پسرلی پیل و شروع او په منی کی پای ته رسیږی.

منلی هیله څرګنده کړه چی که د ولسی جرګی غړی د خپل مشر او اداری پلاوی په ټاکلو بریالی شی نو په رسمی بڼه دخپل کار دپیل په لومړئ ورځ به د بودجی پرتصویب لاس پوری کړي.

دی وایی دغه وزارت پریکړه کړی چی دکاری ظرفیتونو دلوړولو په هدف دلویدیزو هیوادونو دسلاکارانوپر ځای چی په خورا لوړو تنخواو ګومارل شوی افغانی کادرونه او هم دسیمی له هیوادونو په کمه بیه سلاکاران په کار وګوماري.

د مالیی وزارت پر داسی مهال دغه اندیښه ښودلې چې ولسي جرګه لا تر دې دمه دخپل مشر او اداری هیت په ټاکلو بریالۍ نه شوه. د سیمی له خلکوسره هم دا اندیښنه ده چی که ولسی جرګه پردی بریالی نه شی چی دغه اداری هیت ژر ترژره وټاکی نوپه هیوادکی به یوه ستونزه هم قانوني حل نه شي.

XS
SM
MD
LG