د لاس رسي وړ اتصالات

د خوراک نړیوال سازمان:په افغانستان کې لوږه کمه شويده


د خوراک د نړيوال سازمان د ادارې په وینا دا اداره د نړۍ په کچه تر ټولو لویه بشري اداره ده چې د لوږې پر وړاندې نړیواله مبارزه کوي.

په بیړنیو حالاتو کې زیانمن شویو کسانو ته خوراکي توکي رسوي او له ټولنو سره کار کوي چې د طبعی پېښو پر وړاندې د هغوی وړتیا زیاته شي.

سږ کال د خوراک د نړیوالې ورځې شعارکورنۍ کرهڼه ده. د خوراک نړیوال سازمان د ګڼ شمېر هغو لارو چې څخه چې د سیمه ایز اقتصاد ملاتړ کوي یوه یې پر ځان د بسیاتوب رامنځته کول دي چې خلکو په خپلو ټولنو کې له لوږې څخه د خلاصون زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د خوراک نړيوال سازمان د ادارې مطبوعاتي مسوول وحيدالله اماني وايي خوراکي توکي یوازې د اړتیا پر بنسټ د هر ډول قومي، مذهبي او سیاسي ملحوظاتو په پام کې نیولو پرته بیوزلو کسانو ته وېشل کېږي.

هغه وایي "افغانستان په نړۍ کې د هغو هيوادونو له جملې څخه وو چې لوږه پکې ډيره وه، د مرکزي احصايې په پخوانيو سروېگانو کې د وږو وگړو شميره له اتو نه تر نهو ميليونو پورې ښودل شوی و. خو سږکال د فبرورۍ د مياشتې د احصائيې له مخې دا شميره ٧.٦ ميليونو ته راټیټه شوی ده چې دا د لوږې په له منځه وړلو کې يو پرمختگ او لاسته راوړنه ده."

ښاغلي اماني زياته کړه، افغانستان يو زراعتي هيواد دې د کر لپاره پرېمانه مځمکې لري خو وچکالي او جنگونه د زراعتي توليداتو په برخه کې تر ټولو لويه ستونزه ده.

د خوراک د نړيوال سازمان د ادارې مطبوعاتي مسوول وويل، په افغانستان کې د لوږې د له منځه وړلو په خاطر نوموړې اداره درې کلن پلان په لاس کې لري چې د٢٠١۴ کال د جنورۍ څخه پيل او د ٢٠١٦ کال تر پايه به دوام وکړي. په پلان کې اساسي کارونه لکه د اوبو د بندونو جوړول او نور داسې کارونه شامل دي ترڅو د بزگرانو ستونزې حل، توليدات ډېر او لوږه له منځه لاړه شي.

دخوراک نړيوله اداره په افغانستان کې د لوږې د له منځه وړلو په خاطر د حکومت، په خاصه توگه د کرنې د وزارت مرسته اړينه گڼي.

د افغانستان د کرڼې د وزارت مرستيال سليم کندزي وايي د کرڼې وزارت له نږدې نه د خوراک د نړيوال پروگرام ادارې سره په تماس کې دې، د بزگرانو سره هم له نږدې کار کوي، د اوبو د بندونو د جوړولو مسله تر ټولو دوئ ته مهمه ده ځکه د اوبو رسولو د ٢٩ زرو شبکو له جملې څخه اوس نهه زره فعاله دي چې دا برخه تر نورو ډيرې پانگونې ته اړتيا لري.

ښاغلي کندزي زياته کړه چې راتلونکې لپاره د کروندگرو سره د مرستې او د لوږې سره د مبارزې په خاطر د اوبو رسونې، باغدارۍ او د مالدارۍ په برخه کې وزارت خاص پلانونه او پاملرنه په نظر کې نيولې چې مالدارن له غذایي مصوونيت برخورداره شي.

هغه دا هم وويل چې د افغانستان په اقتصاد کې زراعت تر ټولو لوی سهم لري چې چارې یي د بزگرانو په مټ پرمخ ځي. د کرڼې وزارت ټوله هڅه به وروسته تر دې بزگرانو سره په مخامخ مرستې متمرکزه وي چې د هيواد اقتصاد پياوړې او لوږه له منځه لاړه شي.

XS
SM
MD
LG