د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او کویټ د فټبال د ملي ټیمونو لوبه


د افغانستان د فټبال ملي ټیم
د افغانستان د فټبال ملي ټیم
د افغانستان او کویټ د فوټبال لوبډلو ترمنځ په کویټ کې دوستانه سیالي درې د دوو په وړاندې د کویټ ټیم وگټله.

په دې زړه پورې لوبې کې افغان لوبغاړو چې د لږو امکاناتو نه برخمن دي، په خورا مهارت لوبه وکړه او دوه گولونه یې ووهل، په داسسې حال کې چې د کویټ تیم دوه پنالتي گولونه ووهل او یواځې یو گول یې له میدان څخه ووهلی شو.
د کارپوهانو په اند دا د افغانستان د ملي ټیم لپاره خورا ستر بریالیتوب و.

افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي چې دغه سیالۍ د چلینج کپ سیالیو ته د افغان لوبغاړو د چمتوالي په هدف ترسره شوه.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په کویټ کې د قرغزستان هیواد ته یو د صفر پروړاندې ماتې ورکړې وه.

د یادولو وړ ده چې د آسیا د چلینج کپ سیالۍ به په روانه میلادي میاشت کې په مالدیف هیواد کې ترسره شي چې افغانستان به په خپل ګروپ کې لاوس، ترکمنستان او فلیپین سره لوبې وکړي.

د غړو د ښکلا ملي سیالۍ د جوزا په ۱۹ ترسره کیږي
په کابل کې د چهار شنبې په ورځ د مرکزي زون د کلپونو د غړو د ښکلا سیالۍ پای ته ورسیدې، خو ملي سیالۍ د جوزا په ۱۹ په کابل کې ترسره کیږي.

په داسې حال کې چې د چهار شنبې په ورځ د ېور په ٢۴په کابل کې د مرکزي زون د کلپونو د غړو د ښکلا سیالۍ پای ته ورسیدې، د جوزا په ۱۹ نیټه په کابل کې د ۲۸ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ملي سیالۍ ترسره کیږي.
د بدن د غړو د ښکلا ورزش
د بدن د غړو د ښکلا ورزش

د افغانستان د غړو د ښکلا فدارسیون چارواکي وايي چې ملي سیالیو ته به غوره لوبغاړي له ټولو ولایتونو څخه راشي.

د غړو د ښکلا فدراسیون مشر باور هوتک وايي چې نن په کابل کې د مرکزي زون ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسیدې.

د هوتک په وینا په دغو سیالیو کې د کابل د مرکزي کلپونو ۳۲۱ لوبغاړو ګډون کړی و چې په ۹ وزنونو کې دوی وکولای شول ۵۴ غوره لوبغاړي وټاکي.

هوتک وايي‌ « پخوا به موږ ۲۷ لوبغاړي ملي‌ لوبو ته جذبول خو سږکال موږ ۲۱۶ لوبغاړي جذب کړل یعنی دا یو چانس ځوانانو او ورزشکارانو ته ورکړل شول او موږ هم کولای شو چې غوره لوبغاړي پیدا کړو او آینده کې دغه ورزش ته ځوانان تشویق کړو‪«.
د بدن د غړو د ښکلا ورزش یو اتل
د بدن د غړو د ښکلا ورزش یو اتل

د امام الدین په نوم لوبغاړي‌ امریکا غږ ته وویل چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې یې د کابل ټاکنیزو سیالیو ته چمتوالی نیولی و او ویې کولای شول چې لومړی مقام وګټي.

هغه د امریکا غږ ته وویل « غواړم چې دا مسلک دایمي د ژوند مسلک کړم تر څو چې یم ورزش کوم او خپل وطن ته به افتخارات راوړم‪.»

د افغانستان د غړو د ښکلا فدراسیون تردې وړاندې په کابل کې د شمال، لویدیځ او ختیځ زونونو ټاکنیزې سیالۍ هم ترسره کړې وې.
XS
SM
MD
LG