د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان په عملیاتو کې افغان ځواکونو پرمختګ کړی


افغان ځواکونو په یو شمیر ولایتونو کې له یوې میاشتې راهیسې د خپلو وسله والو مخالفانو پرخلاف شفق دوه په نوم عملیات پیل کړي.
افغان ځواکونو په یو شمیر ولایتونو کې له یوې میاشتې راهیسې د خپلو وسله والو مخالفانو پرخلاف شفق دوه په نوم عملیات پیل کړي.

تر یوې میاشتي نظامي عملیاتو وروسته د ارزګان د مرکز ترینکوټ دامنیتي کمربند ساحه تر شل کیلو میتره پوري پراخه شوې.

ارزګان ولایت له تیرو اوو میاشتو راهیسې د سختو نښتو شاهد وو، ان وسله والو مخالفانو درې ځلهد مرکز ترینکوټ د سقوط لپاره ستر بریدونه تر سره کړل او ځل خو ددغه ښار دننه يې هم نفوذ وکړ.

د ارزګان امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې امنیتي ځواکونو د ترینکوټ چلمګر، خیراباد کاریز ، ګوګرک کلی ، سفیدخار ، شهین شاه غونډۍ او نورې سیمې د دولت د مخالفینو له حضور څخه پاکي کړي او اوس هم ګډ نظامي عملیات پکښې روان دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال پاسول مسعود عزیزي وايي چې مرکزي دولت د ارزګان د امنیت لپاره پر اغیزمنو لارو باندې کار پيل کړی.

مسعود عزیزي چېد ارزګان د امنیت د ارزولو لپاره د یوه امنیتي پلاوي مشري کوي خبریالانو ته وويل چې د پوليسو په لیکو کې د اصلاحاتو لړی چټکه شوې او په ګڼو نورو برخو کې هم پرمختګونه شوي.

پاسوال عزیزي وویل " له نیکه مرغه د ترینکوټ ښاري کمربند غځیدلی په پوليسو کې ډیر اصلاحات را وستل شوی د ارزګان خلک به یو نوی تغیر وویني هم د امنیتي قواوو په تجهیز کې او هم په سوق او اداره کې موږ به نږدې را تلونکې نور هم ښه زیري خلګو ته ولرو".

دغه راز د ارزګان اوسیدونکي د جګړو له امله له بېځایه شویو کورنیو سره بشري مرستو غوښتنه کوي.

دارزګان ولایت د پېښو پرضد د مبارزې اداره وايي چې تر پنځه زره زیاتې کورنۍ پدې ولایت کې د شپږ میاشتو په موده کې له خپلو سیمو څخه ګډوال شوي چې شپږ سوه يې اوس بیرته د ترینکوټ په بیلا بیلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ترینکوټ اوسیدونکی حاجي ولي محمد وايي چې له ژمنیو واورو او اورښتونو سره د جګړو له کبله د بېځایه شویو کورنیو ستونزې څو برابره زیاتې شوي او بې ځایه شوي کورنۍ د خوراکي موادو په ګډون ژمنیو سون توکو او درملو ته زیاته اړتیا لري.

ارزګان په جنوب کې تر هلمند وروسته تر ټولو نا امنیه ولایت بلل کیږي چې د شپږو ولسوالیو او مرکز تر منځ يې لارې لاهم تړلي او د کندهار څخه دې ولایت ته غځيدلې یوازنی مواصلاتي لار هم له ستونزو سره مخ ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG