د لاس رسي وړ اتصالات

ترینکوټ شاوخوا ته په جګړه کې افغان ځواکونوپرمختګ کړی


د تیرو دریو اونیو راهیسې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ شاوخواته افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
د تیرو دریو اونیو راهیسې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ شاوخواته افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د ارزګان په ولایت کې امنیتي چارواکي وايي افغان ځواکونو د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ شاوخوا ته د دریو اونیو په روانو جګړو کې د وسله والو مخالفانو څخه یو شمیر بیرته سیمې نیولي دي.

افغان ځواکونو د ارزګان د ولایت مرکز ترینکوټ ښار له څنډو څخه د جګړې د پرشا کولو په موخه له ترو دریو اونیو راهیسې د " اتل اوه" په نوم نظامي عملیات پیل کړي دي.

د تریکوټ ښار اوسیدونکي وايي چې هره شپه د وسلو ږغونه اوري او په وېره کې شپې سبا کوي.

د ارزګان امنیتی مقامات وايي چې په دې ولایت کې د اتو میاشتو مخکې وخت په پرتله اوس افغان قواوي له سره تنظیم شوي او د ترینکوټ ښار مهمي سیمي يې بیرته تر خپلي ولکې لاندې را وستي دي.

ارزګان ولایت کې په تېر یوه کال کې د دولت وسله والو مخالفینو پر تینکوټ ښار دوه ځله ستر بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له لورې پر شا تمبول شوي وو.

د ارزګان امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې وويل چې د سوربېت دښت سیمه کې يې په تیرو څلور ورځو کې پراځ پوځي عملیات کړي او ځیني سیمې يې له خپلو مخالفانو بیرته نیولي دي.

مل پاسوال صدیقي وویل " هوايي او توپچي قوتونه زموږ د ځمکنیو قواوو ملاتړ کوي چې د ترینکوټ ښار شمال او شمال ختیځ ته له لاسه وتلي سیمې د وسله والو له حضور څخه پاکي شوي".

امنیتي کارپوهان په ارزګان کې وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د پرمختګ یو مهم لامل پدې ولایت کې د نظامي قواوو په لیکو کې له اصلاحات ګڼي.

د دغو اصلاحاتو په ترڅ کې ارزګان د پوليسو یو شمېر قطعات له سره رغول شوي او یو شمیر پوليس له نورو ولایتونو څخه دغه ولایت ته ور استول شوي دي او هم د امنیتي ادارو لپاره نوي مشران هم ټاکل شوي دي.

د ارزګان د ملي امنیت ریس جنرال عبدالصمد وايي چې افغان ځواکونو ترمنځ د نه همږغۍ له کبله جګړه د ترینکوټ ښار تر دروازو رسیدلې وه، خو هغه زیاته وي چې اوس يې کلک هوډ کړی چې د ترینکوټ ښار امنیتي حالت ته به تغیر ور کوي.

جنرال عبدالصمدوویل " ډیره ناببره حمله وه ۸ میاشتې مخکې دلته امنیتي ادارې ونه توانېدې چې د دښمن د دې بریدونو په مقابل کې یوه ښه همږغي ولري خو اوس زه ډاډ در کوم چې رهبري د ارزګان دې ته چمتو والی لري چې له حکومتي حاکمیت وتلي سیمې به ژر بیرته ونیسي".

د ترینکوټ ښار په څنډو کې د روانو نا امنیو تر څنګ تېره اونۍ د دولت وسله والو مخالفینو د خاص ارزګان ولسوالۍ د سقوط لپاره لویه حمله وکړه چې د چارواکو په وینا حکومتي قواوو له خوا پر شاوتمبول شوه.

خو اوس هم د ارزګان د مرکز او یو شمیر ولسوالیو ترمنځ غځیدلي لارې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوي دي.

پخپله وسله والو طالبانو د ارزګان د امنیتي چارواکو دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG