د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو بل زندان مات کړی


د دې وړاندې هم افغان ځواکونو په هلمند کې د وسله والو مخالفانو دوه نوز زندانونه هم مات کړي وو
د دې وړاندې هم افغان ځواکونو په هلمند کې د وسله والو مخالفانو دوه نوز زندانونه هم مات کړي وو

د هلمند په ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان تورنجنرال محمد معین فقیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل، افغان ځانګړو ځواکونو تیره شپه د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ د عبادالله قلف په ساحه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفانو له یوه زندان څخه پنځه دیرش بندیان چې پنځه ښځې، پنځویشت ماشومان او پنځه سړي په کې شامل دي ازاد کړي دي.

جنرال محمد معین فقیري وويل چې دغه عملیات يې د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي دي.

جنرال فقیري وویل چي د مخالفو وسله والو هغه ۷ کسیزه ډله یې هم نیولې ده چی د دغه زندان څخه یې ساتنه کوله.

هغه وویل چې وسله والو طالبانو له زندان څخه ازاد شوي بندیان د ملي اوردو له لوري روغتون ته انتقال شوی او هلته یې درملنه پیل شوې ده .

لاهم نده روښانه چې وسله والو طالبانو به د کوم هدف لپاره ښځې او ماشومان زنداني کړي وو خو تر دې مخکي يې په جګړو کې د نیول شوي نظامي سرتیري او حکومت پلوه کسان په خپلو زندانونو کي ساتل.

پخپله طالبانو هم په دې هکله تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ۵ ۲۱میوند قول اوردو قومندان هم وایي چې د طالبانو له خوا د ماشومانو او ښځو د بندي کیدو په اړه څه ویل له وخت څخه مخکې دې، خو دې زیاته وي چې پدې اړه به تفصیلي معلومات وروسته رسنیو ته وړاندې شي.

د هلمند د امنيې قومندانۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې وسله والو طالبانو د یو شمېر دولتي کسانو ماشومان هم یرغمل کړي وو خو هغه ددغو ماشومانو د قیق شمېر ونه ښود.

تر دې مخکې هم افغان ځانګړو ځواکونو په شمالي هلمند کې د افغان حکومت وسله والودمخالفو دوه زندانونه په شپنیو عملیاتو کي مات کړي او تر ۱۲۰ تنو پورې زندانیان يې ورڅخه ازاد کړي دي .

هلمند په جنوب کې دافغان حکومت دوسله والو مخالفینو د حضور مهمه سیمه بلل کیږي او ځايي اوسیدونکي وايي چي لاهم د دې ولایت په ګڼو نورو سیمو کې په لس ګونو کسان د د وسله والو مخالفینو په بند کي دي .

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه رسنیو ته څه ندي ويلي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG