د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه د ارزګان ولایت د سراب له ولسوالۍ وتلي


د سراب ولسوالۍ د ارزګان ولایت د چارجینو ولسوالۍ سره پرته ولسوالۍ ده.
د سراب ولسوالۍ د ارزګان ولایت د چارجینو ولسوالۍ سره پرته ولسوالۍ ده.

د ارزګان په ولایت کې امنیتي چارواکو د دغه ولایت د سراب ولسوالۍ څخه د افغان امنیتي ځواکونو ایستل امریکا غږ اشنا راډیو ته تایید کړي دي.

دغه ولسوالۍ د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په لویدیځ کې له چارچینو ولسوالۍ سره په څنګ کې پرته ده او څو کاله مخکې له چارچینو څخه د یوې جلا ولسوالۍ په توګه پیژندل شوې ده.

د چارچینو ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن ولي داد امریکا غږاشنا رادیو ته وويل چې دوی دا ولسوالۍ د خپلو امنیتي ځواکونو د یوځای کیدو په هدف په خپله پریښې ده.

څارمن ولي داد وویل چې د سراب امنیتي پوستو ته اکمالات د ځمکې له لارې ډیر ستونزمن شوي وو او دوی دغې ولسوالۍ کې پرتو ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات رسول .

د چار چینو امنیه قومندان له سراب ولسوالۍ څخه د امنیتي ځواکونو وتل یو تکتیکي شاتګ په توګه یاد کړل او زیاته يې کړه چې د امنیتي پلان تر جوړیدو وروسته به ژر په دغه سیمه کې بیرته په ستر قوت سره ځواکونه ځای پر ځای شي .

څارمن ولي داد وویل "له يوې امنيتي ناستې وروسته موږ پرېکړه وکړه چې خپلې پوستې له سراب ولسوالۍ څخه وباسو او اولمباغ سيمې ته یې انتقال کړو".

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د سختو نښتو وروسته يې تیره شپه د سراب ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې را وستې ده.

په ارزګان ولایت کي دهراود ولسوالۍ یوازینې ولسوالۍ ده چې د ولایت له مرکز ترینکوټ سره یې ځمکنۍ لاره پرانیستې ده

د ارزګان ولایت د چورې ، خاص اروزګان ، چنارتو او ګیزاب ولسوالیو لارې له مرکز ترینکوټ سره تړلي دي او د امنیتي ستونزو له کبله تګ را تګ ستونزمن دی .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG