د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې افغان ځواکونو یو شمیر کسان د درنو او سپکو وسلو سره نیولي


آرشیف

آرشیف

ځايي مقامات وايي چې په خوست ولايت کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې له يو شمېر کسانو سره نيولې دي. د خوست والي عبدالجبارنعيمي، په دې ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان جنرال محمدناصر هدايت او د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوي په يوه خبري کنفرانس کې د دغو عملياتو او وسلو په اړه معلومات ورکړل.

د ملي اردو قوماندان جنرال محمدناصر هدايت خبريالانو ته وويل چې دغه عمليات يې د روان ژمي په اوږدو کې د خوست ولايت په مختلفو ولسواليوو او سيمو کې ترسره کړي چې په ترڅ کې تر څلوېښت ميله زيات درنه او سپکه وسله له يو شمېر کسانو سره نيول شوې ده. ،،لکه څرنګه، چې تاسو وينئ، مختلفې درنې او سپکې وسلې، د دې ولايت په مختلفو سيمو کې د پوځي علمياتو په ترڅ کې د دښمن له ډيپوګانو څخه لاسته راغلې دي، چې نن رسماً د ډاياګ پروګرام ته سپارل کېږي،،.

جنرال محمدناصر هدايت وويل، چې عمليات افغان امنيتي ځواکونو مستقل او په خپله کړي او زياتوي چې په عملياتو کې د دوي ځواکونو او ملکي خلکو ته زيان ندی اوښتی.
د خوست والي عبدالجبارنعيمي چې ياد شوي خبري کنفرانس ته يې خبرې کولې، وويل چې په دې ولايت کې افغان امنيتي ځواکونه د پخوا په پرتله اوس زيات پياوړي شوي دي او کولای شي، په يوازې ځان عمليات ترسره کړي.

هغه زياته کړه، چې ډاياګ يا د بې وسلې کولو پروګرام ته د وسلو سپارل د دې څرګندونه کوي چې په دې ولايت کې امنيت ښه شوی او امنيتي ځواکونو د غيرقانوني وسله والو د فعاليتونو مخه نيولې ده.،،د دې وسلو په راټولو سره به په خوست کې د ډاډمن امنيت فضا نوره هم خپره شي. هغه څوک چې يا خپل ورور وژني او يا ناامني راولي، هغوي ته به دا پيغام وي چې د هغوي د بې وسلې کولو لپاره زموږ ارګانونه چمتو دي،،.

په دې ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان جنرال محمد ناصر هدايت همدارنګه وايي چې د امنيت ټينګښت او د ثبات رامنځته کول، د خلکو پر همکارۍ پورې اړه لري، چې پرته له هغې دا کار ناممکن دی.

،،بيا هم د خوست له خلکو څخه هيله کوو، چې د سولې او ثبات په ټينګښت کې له افغان امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي. په يوه ولايت کې د امنيت ټينګول يوازې د امنيتي ځواکونو دنده نده بلکې يوه ملي وجيبه ده چې هر افغان بايد د يوه افغان په صفت له خپلې خاورې دفاع وکړي،،.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې چې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري په عملياتو کې نيول شوي، د ډاياګ يا د بې وسلې کولو پروګرام ته سپارل شوي دي.

ابراهیم رحیمي- خوست
XS
SM
MD
LG