د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو ننګرهار کې د داعش پر راډیو برید کړی


افغان امنیتي ځواکونو د یوې میاشتې راهیسې په ننګرهار کې د داعش پرخلاف عملیات پیل کړي دي.
افغان امنیتي ځواکونو د یوې میاشتې راهیسې په ننګرهار کې د داعش پرخلاف عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو په تیرو څلورویشت ساعتونو کې دننګرهار ولایت د اچین او نازیان ولسوالیو کې د اسلامي دولت یا داعش پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش د ډلې د ۳۴ وسله والو د وژل کیدو سربیره د اسلامي خلافت پر نوم د دغې ډلې یوه راډیويي دستګاه هم له منځه وړل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په یو خپور شوي بیان کې د داعش د راډیو په اړه نورجزئیات نه دي ورکړل شوي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې د دغو عملیاتو په پایله کې د داعش دغې راډیویي دستګاه ته څومره زیان رسیدلی دی. پخوا هم افغان امنیتي ځواکونو د داعش د راډیويي دستګاه له منخه وړلو خبر ورکړی وو، خو د دغو خبرونو سره سره د داعش راډیویي خپرونو کې ډیر ځنډ نه وو راغلی.

په ختیځ زون کې د ملي اردو قوماندانۍ هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د ننګرهار په اچین او نازیانو ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې یودېرش وسله وال وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي .

په اعلامیه کې راغلي چې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په وړاندې د حمزه عملیاتو په ترڅ کې نهه ویشت داعش جنګیالي وژل شوي او دوه نور زخمیان شوي دي.

اعلامیه کې دا هم راغلي چې د نازیانو ولسوالۍ په سپینه ژۍ سیمه کې هم د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې دوه غړي په جګړه کې وژل شوي او یو بل یې زخمي دی. خو په دغه اعلامیه کې د داعش د راډیویي دستګاه له منځه وړلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې اوس مهال په اچین او څېرمه نورو ولسوالیو کې د داعش پر وړاندې عملیات روان دي، چې د ښاغلي خوږیاڼي پر وینا حکومتي قواوو په کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست تیر ماښام په یوه اعلامیه کې د افغانستان لپاره د اسلامي دولت یا داعش د مشر عبدالحسیب وژل کیدل تائید کړل.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې عبدالحسیب د ننګرهار په ولایت کې وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې عبدالحسیب د ثور د میاشتې په اومه د دغه ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وژل شوی دی.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې په افغانستان کې د خپل مشر د وژل کیدو په اړه د افغان حکومت دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

افغان امنیتي ځواکونو له یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار په ولایت کې د داعش د ځپلو لپاره د "حمزه " په نوم عملیات پیل کړي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو په دې عملیاتو کې د دعش د مرکزونو پر وړاندې د پرمختګ ادعا هم کړې ده.

ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت وایي چې د داعش پر وړاندې په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG