د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ د بهرنیو ځواکونو په مرسته هلمند کې عملیات پيل کړل


په تیرو دوو ورځو کې په لښکرګاه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو په بریدونو کې کمی راغلی دی.
په تیرو دوو ورځو کې په لښکرګاه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو په بریدونو کې کمی راغلی دی.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي، چې د عملیاتو مشري افغان امنیتي ځواکونه په غاړه لري، خو دا مني چې بهرني ځواکونه ورسره د مشورې او هوایي ملاتړ په برخو کې مرسته کوي.

له تیرو دوو ورځو راهیسې د هلمند ولایت مرکز سره نږدې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالب وسله والو بریدونو کې کمی راغلی دی.

نن ددغه ولایت چارواکو په یو ګډ خبرې کنفرانس کې د لښکرګاه د ښار په دوهمې او درییمې حوزې کې د طالب وسله والو پروړاندې د تعرضي عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

د هلمند والي حیات الله حیات وایي، چې دا عملیات به د لښکرګاه هغو سیمو ته هم وغځول شي چې په کې طالب وسله والو مرکزونه جوړ کړي دي.

ښاغلي حیات وویل " ونږ عملیات پیل کړي او په دښمن پسې کور په کور ګرځو او د لښکرګاه له ښار څخه به یې شړو. د جګړې مشري د ۲۰۱۵ قول اردو د قوماندان په لاس کې ده او نړیوال ځواکونه یوازې زمونږ سره د مشورې، تربیتې او هوایي ملاتړ په برخو کې مرسته کوي، له دې پرته جنګ د افغانانو کار دی او زمونږ قواوي چمتو دي چې د وطن لپاره خپل سرونه قربان کړي او نړۍ د تروریزم له شر څخه خلاصه کړي. "

په دغه ګډ خبري کنفرانس کې د هلمند د والي سره د د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان او د هلمند د پولیسو قوماندان هم حاضر وو.

د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزي وويل چې په تیرو دریو ورځو کې د لښکرګاه په مرکز او ښار ته په نږدې ولسوالیو کې د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترځ کې د دولت ۱۳۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

جنرال احمدزي وویل" مونږ هم تلفات لرو خو نه په هغه اندازه چې ځینو راپورونو کې ښودل کیږيو تلفات لرو او مونږ فخر کوو چې د خپل وطن په دفاع کې خپله وینه تویه وو".

د هلمند ولایت د پوليسو د ۶۰۶ بست د زون قومندان مل پاسوال عبدالحیکم انګار خبریالانو ته وویل چې لښکرګاه په وروستو ورځو کې پېښ شوي ګواښونه له منځه تللي او اوس افغان قواوو تعرضي حالت ته بدلون کړی دی .

د هلمند دروانو پوځي عملیاتو د ارزولو او د دې ولایت د وروستیو امنیتي حالاتو د څیړنې لپاره د افغان پوځ لوی درستیز هم په لښکرګاه کې دی.

د هلمند دوامداره نا امنیو د ځايي خلکو ترمنځ وېره زیاته کړې چي د ژمي په راتګ او د جګړو د دوام له کبله ممکن ملکي خلک نور هم په ستونزو کې را ګیر شي .

د هلمند ولایتي شورا چارواکي وايي چې پدې ولایت کې د جګړو له وېرې تر لس زره زیاتي کورنۍ په وروستیو دوو میاشتو کې بېځایه شوي چې په سختو اقتصادي ستونزو کې ژوند تیروي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG