د لاس رسي وړ اتصالات

تیره شپه لښکرګاه سره نږدې سختې جګړې شوي


افغان امنیتي ځواکونو تیره ورځ د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د لښکرګاه شاوخواته سیمو کې عملیات پیل کړي دي.
افغان امنیتي ځواکونو تیره ورځ د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د لښکرګاه شاوخواته سیمو کې عملیات پیل کړي دي.

د هلمند ولایي چارواکي وایي، تیره شپه د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار ته نږدې په دوو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړې شوي چې له امله یې د یو طالب قوماندان په ګډون شاوخوا دیرش تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.

د هلمند په ولایت کې امنیتي مقامات وايي چې د " قهرمیوند " په نوم په پيل شویو پوځي عملیاتو کې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو لښکرګاه سره نږدې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو پرمرکزونو بریدونه وکړل چې له امله یې نه یوازې د مخالفو وسله والو پرمختګ په شا ووهل شو، بلکې وسله والو مخالفانو ته يې مرګ ژوبله هم واړوله.

د هلمند د والي امنیتي سلاکار توریالي همت امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې لمړی وسله والو طالبانو غوښتل چې د لښکرګاه ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د سره ګودره ، کښتۍ ساحې او په ځينو نورو سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې د پټو معلوماتو له مخې ځانګړو ځواکونو په سیمه کې هغوی ته کمین نیولی ووچې په ترڅ کې وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.

ښاغلي همت وویل " کله چې وسله والو غوښتل پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي ځانګړو ځواکونو وار پرې له مخه کړې چې په ترځ کې يې ۹ وسله وال ووژل شول او ۹ تنه نور ژوبل شول".

دغه راز نوموړي وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د لښکرګاه د دریمې حوزې اړوند د بولان په سیمه کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په ترځ کې د یوه سیمه ييز مشهور طالب قومندان ملا مجاهد په ګډون ۲۲ تنه نور وسله وال وژل شوي دي

په هلمند کې د افغان ځواکونو د همږغۍ مسئول جبار قهرمان وايي چې دوی د خپل ځانګړي پلان له مخې عمل کوي .

ښاغلي قهرمان له امریکاغږ سره په خبرو کې وويل " افغان ځواکونه ښې لاس ته راوړونې لري په هره برخه کې مو وسله وال ځپلي او نور مو هغه د جګړې جرئت ورڅخه اخیستی چې د لښکرګاه د نیولو لپاره به يې در لود اوس موږ دوی دقیق په نښه کوو او لمنځه يې وړو".

دغه راز په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزی وايي چې د " قهرمیوند" عملیات ډير په دقیق ډول مخ ته ځي او وسله وال اوس د لښکرګاه له نږدې سیمو څخه پر شاه شوي دي.

جنرال احمدزي له امریکاغږ سره په خبرو کې وويل چيې پدغو عملیاتو کې دوی له اوږدو نظامي قطارونو څخه کار نه اخلي بلکې دوی هدف په نښه کوي او بیا عملیات پرې کوي چې دا د جنرال احمدزي پر وینا یوه ډيره بریالې او د دښمن د لمنځه وړلو لپاره یوه موثره طریقه ده.

د هلمند د مرکز لښکرګاه له نږدې سیمو تر څنګ د دې ولایت له ۱۴ ولسوالیو څخه يې اوه ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې دي او د نیمايي پاته ولسوالیو یوازې په مرکزي برخو کې حکومتي قواوي حاکمیت لري .

وسله والو طالبانو د هلمند د تیرې شپې په جګړو کې د طالب وسله والو د وژلو په باب د هلمند د ولایتي ادارې د چارواکو ادعا بې اساسه بللې ده.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې د لښکرګاه د بولان د لیوا او د پټون په سیمو کې یې د افغان ځواکونو تعرضونه په شا وهلي دي.

طالبانو په دغو جګړو کې افغان ځواکونو ته د تلفاتو د اړولو ادعا هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG