د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې په نښته کې ۲۵ طالبان او ۲ پوليس وژل شوي


د ببرک تاڼې د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د تیرې شپې په جګړه کې دواړو غاړو ښې پريمانه سپکې او درنې وسلې وکارولي دي

د ببرک تاڼې د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د تیرې شپې په جګړه کې دواړو غاړو ښې پريمانه سپکې او درنې وسلې وکارولي دي

محلي چارواکي وايي، چې د خوست د تريزيو او عليشېرو ولسوالۍ سرحدي سيمه ببرک ټانه کې د سرحدي پوليسو پر امنيتي پوستو د بريد په نتيجه کې ۲۵ وسله وال طالبان او دوه سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان امريکاغږ ته وويل، دغه بريد، چې تېره شپه شاوخوا ۲ بجې ترسره شوی، تر ۲۰۰ زياتو په سپکو او درنو وسلو سمبالو طالبانو په کې برخه اخيستی وه.

ښاغلي پټان وویل "جګړې د سهار تر شپږو بجو پورې دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې ۲۱ طالبان او ۵ سرحدي پوليسان ټپيان شوي هم دي. ټپي پوليس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي".

عبدالواحد پټان همدارنګه وويل، د څلورو وژل شوو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې وو، چې افغان امنيتي ځواکونو د تريزيو او عليشېرو ولسوالۍ ته انتقال کړي دي.

په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا منسوبين وايي، وسله والو ته هغه مهال ډېره مرګ ژوبله واوښته، چې د ملي ادرو په ګډون نور افغان امنيتي ځواکونه په خپل وخت د جګړې سيمې ته ورسېدل.

د لوا وياند تورن عبدالله همدارنګه امريکاغږ ته وويل، چې پر بريدګرو يې د توپونو پرلپسې بريدونه هم وکړل. هغه زياتوي، چې په نښته کې د ملي اردو سرتېرو ته کوم زيان نه دی رسيدلی.

په همدې حال کې د خوست د ولايتي ملکي روغتون ډاکټران وايي، چې د جګړې له سيمې څخه دغه روغتون ته پنځه سرحدي پوليسان په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.

د ببرک تاڼې د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په ياده جګړه کې دواړو غاړو ښې پريمانه سپکې او درنې وسلې وکارولې، خو زياتوي، چې سهار يې يوازې د څلورو وژل شوو طالبانو مړي ليدلي دي.

په عين وخت کې د خوست د ولايت له مقام څخه په يوه خپور شوي بيان کې هم د ببرک تاڼې د تېرې شپې په ياده جګړه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ياده شوې مرګ ژوبله تاييد شوې ده.

بل طرف د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته ويلي، چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې د دوی شپږ جنګيالي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

هغه دغه راز ادعا کړې، چې د تريزيو او عليشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې دوې امنيتي پوستې طالبانو نيولې او سرحدي پوليسو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو زياتوي، د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.

XS
SM
MD
LG