د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان د زیباک ولسوالي بیرته افغان ځواکونو ونیوله


چارواکي وايي افغان ځانګړو ځواکونو، ملي پولیسو، ملي اردو او ولسي پاڅون کوونکو په ګډه دغه ولسوالۍ بیرته نیولې ده.
چارواکي وايي افغان ځانګړو ځواکونو، ملي پولیسو، ملي اردو او ولسي پاڅون کوونکو په ګډه دغه ولسوالۍ بیرته نیولې ده.

د بدخشان د زیباک ولسوالي ۱۴ ورځې مخکې طالبانو نیولې وه، نن ماسپښین افغان ځواکونه په دې وتوانیدل چې دغه ولسوالي بیرته له طالبانو ونیسي.

په کندوز کې د پولیسو د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندان شیرعزیز کامه وال له قوله په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغان ځانګړو ځواکونو، ملي پولیسو، ملي اردو او د ولسي پاڅون کوونکو په ګډه دغه ولسوالي بیرته ونیوله.

په اعلامیه کې یوازې د دولت مخالفو وسله والو ته د تلفاتو د وراړولو یادونه شوې خو د تلفاتو ارقام نه دي خپاره شوي.

د بدخشان د ولایتي شورا ریس ناجي نظري امریکاغږ ته وویل چې افغان ځواکونه له ۱۴ ورځو وروسته وتوانیدل چې د زیباک ولسوالي بیرته د دولت له مخالفو وسله والو ونیسي.

هغه وویل چې طالبانو ددغې ولسوالۍ د دفترونو وسایل او نور تجهیزات له منځه وړي او د ودانۍ ځینې برخې په جګړه کې تخریب شوي دي.

ناجي زیاته کړه چې په جګړه کې خامخا تلفات وي خو د دولت د مخالفو وسله والو د تلفاتو په اړه معلومات نشته ځکه چې په سیمه کې مخابراتي شبکې کار نه کوي، خو افغان ځواکونو ته په دغه جګړه کې تلفات نه دي اوښتي.

هغه دا هم وویل چې طالبان بیرته د وردوج په طرف په شا شوي دي، او سیمه یې خوشې کړې ده.

زیباک د بدخشان د یوې بلې ولسوالۍ وردوج سره شریک سرحد لري چې له تیرو دوه کالو راهیسې دغه ولسوالي د طالبانو په ولکه کې ده.

په بدخشان کې د زیباک له نیولو یوه اونۍ وروسته طالبانو په کندوز کې هم د قلعه ذال ولسوالي ونیوله چې لا هم د دولت د مخالفو وسله والو په تصرف کې ده.

له هغې ورځې چې وسله والو طالبانو د منصوري په نامه عملیات پیل کړي، په شمال ختیځ زون کې دوه ولسوالۍ طالبانو نیولي وې چې زیباک بیرته افغان ځواکونو ته په لاس ورغله.

د کندوز تخار پر لویه پر پرتو امنیتي پوستو باندې هم له تیرو لسو ورځو راپه دیخوا د طالبانو له خوا بریدونه کیږي او دغه لار د ترافیکو پر وړاندې تړل شوې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG