د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د هلمند خانشین ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونیوله


طالبانو د شنبې په سهار له یوې څلور ساعته جګړې وروسته د هلمند د خانشین ولسوالۍ له افغان ځواکونو نیولې وه.

طالبانو د شنبې په سهار له یوې څلور ساعته جګړې وروسته د هلمند د خانشین ولسوالۍ له افغان ځواکونو نیولې وه.

په هلمند ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وایي، د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو د ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې د دغه ولایت د خانشین ولسوالۍ بیرته له طالبانو نیولې ده.

په هلمند کي د ۲۱۵ ميوند قول اوردو قومندان جنرال معين فقيري امريکاغږ اشنا راديو ته وويل، چې د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو تيره شپه بیرته د خانشين ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې را وستې ده.

جنرال معين فقيري وویل " کمانډو ځواکونو خانشین په ولسوالۍ کې وسلوال مخالفین سخت وځپل اوله سیمې تیښتې ته یې اړکړل،

اوړمه شپه دولت مخالفو وسلوالو د خانشین په ولسوالۍ ډله ایز برید وکړ، چې امنيتي ځواکونو د ولسوالۍ څخه تکتيکي شاتګ وکړ اوس مو دا ولسوالۍ بيرته تر دولتي واک لاندې را وستله".

په هلمند کې سرچینې وایي، د خانشين د ولسوالی د بيرته نيولو په عملياتو کې نړيوالو ځواکونو هم افغان ځواکونو سره هوايي مرسته کړې چې د افغان چارواکو په وينا په دغو هوایي بریدونو کې د وسله والو مخالفانو څو اهداف په نښه شوي اوتر ۳۰ تنو وسله وال مخالفان په کې وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د سرچینو د وینا له مخې د خانشين ولسوالۍ په جګړه کې د افغان ځواکونو سرحدي لیوا د دوهم کنډک د یو صاحب منصب توريالي ازاد په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او د خانشين د امنيه قومندان عبدالروف په گډون ۷تنه نور ټپيان شوي دي.

د هلمند ولایت د خانشين ولسوالۍ د دغه ولایت په جنوب کې د ډيورنډ کرښې ته نږدې پرته ولسوالۍ ده چې په تير يوه کال کي درې ځلې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې چې بیا له لنډې مودې وروسته بیرته افغان ځواکونو د خپلو وسله والو مخالفانو نیولې ده.

طالبانو هلمند ولایت د خانیشن ولسوالۍ د لاسه ورکولو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه دغې ولسوالۍ په جګړو کې د افغان ځواکونو د سرحدي لیوا د دوهم کنډک د درستیزوال توریالي ازاد د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

خو طالبانو د دغې ولسوالۍ د لاسه وتلو په باب څه نه دي ویلي.

تیره ورځ طالبانو دخانشین ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړې وو او ویلي وو چې دغه ولسوالۍ یې د افغان ځواکونو څخه د یوې سختې جګړې وروسته نیولې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG