د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو وايي مارجه کې یې طالبان ځپلي


د مارجې ولسوالۍ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نږدې پرته ولسوالۍ ده
د مارجې ولسوالۍ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نږدې پرته ولسوالۍ ده

د هلمند امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ امریکاغږ اشنا رادیو ته وویل چې په مارجې ولسوالۍ کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو پر وړاندې په پیل شوو عملیاتوکې یو شمیر سیمې هم له مخالفو وسله والو څخه بیرته نیولي دي.

جنرال سرجنګ وویل دغه عملیات چې تیره ورځ دګډو افغان امنیتي ځواکونو لخوا د مارجې ولسوالۍ دمخالفو وسله والو ترواک لاندې سیموکې پیل شویدي، په ترڅ کې یې وسله والو ته درنه مرګ ژوبه رسیدلې ده.

هغه وویل په دغه ولسوالۍ کې په روانو نښتو کې د افغان حکومت ۴۳ مخالف وسله وال وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

همداشان د هلمند د پولیسو دغه چارواکي وویل چې ترڅنګ یې ډیر زیات مهمات او یو شمیر وسلې هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

سرجنګ وویل چې دعملیاتو په ترڅ کې د مارجي ولسوالۍ په حدود کې د ولایت مرکز لشکرګاه ته غځیدلې لویه لاره چې څه موده وړاندې وسله والو په ماینونو پوښلې وه بېرته دتګ راتګ پرمخ خلاصه کړې ده.

د هلمند امنیه قومندان وايي چې د ملکي اوسیدونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره دوی دغه عملیات په ډیر احتیاط پرمخ وړي.

نږدې یوه میاشت وړاندې دمارجې په ولسوالۍ کې د افغان حکومت مخالفو وسله والو ګني سیمې ترخپل کنترول لاندې راوړي.

په هلمند کې امنیتي چارواکي وايي چې پدې ولسوالۍ کې به روان پوځي عملیات ترهغه وخته دوام ورکړي چې دمارجې ولسوالۍ ټولې سیمې په بشپړه توګه د مخالفو وسله والو له شتون پاکې شي.

د مارجې ولسوالۍ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه سره نږدې پرته ولسوالۍ ده چۍ تیره ورځ پکښې د یوه امریکايي سرتیری له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي .

وسله والو طالبانو د مارجې د جګړې په اړه رسنیو ته څه ندي ويلي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG