د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند د ناوې ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو برید په شا تمبول شوی


په هلمند ولایت کې د تیرو دوو اونیو راهیسې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی

په هلمند ولایت کې د تیرو دوو اونیو راهیسې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی

د هلمند ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي، د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ ته په وخت د تازه دمو افغان ځواکونو د رسیدلو وروسته د ولسوالۍ پر مرکز د طالب وسله والو برید په شا تمبول شوی دی.

د هلمند د ولایت د ناوې ولسوال اقا محمد تکړه امریکا غږ ته وویل، چې تیره ماښام طالب وسله والو د دغې ولسوالۍ پر مرکز باندې بریدونه پیل کړل چې په پایله کې د ولسوال دفتر د هغوی لا س ته ورغی، خو کله چې طالب وسله والو د امنیې قوماندانۍ او د ملي امنیت د دفترونو د نیولو لپاره جګړه پیل کړه، سیمې ته تازه دم افغان ځواکونه ورسیدل چې ورسره د ولسوالۍ په مرکز باندې د وسله والو طالبانو برید په شا وتمبول شو.

د ناوې ولسوال وویل، چې د تیرې شپې په جګړه وسله والو طالبانو ته د سر درون زیان رسیدلی چې لا هم د جګړې په ډګر کې د هغوی ۴۵ مړي پراته دي.

ولسوال اقا محمد تکړه په دغو جګړو کې افغان ځواکونو ته د سر د زیان په هکله وویل، چې ترشلو پورې د افغان ځواکونو منسوبینو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

خو هغه دا ونه ویل چې څو تنه وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال د افغان امنیتي ځواکونو د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې وایي، چې د نادعلي د ولسوالۍ د جګړې په بله کرښه کې تر اوسه کوم بدلون نه دی راغلی، افغان او طالب وسله وال د چاانجیر په سیمه کې په خپلو سنګرونو کې ناست دي.

د چاانجیر په سیمه کې د روانو جګړو له امله د لښکرګاه – ګرشک لاره د موټرو د تګ راتګ پرمخ د اومې ورځې لپاره تړلې ده.

طالب وسله والو د هلمند د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواوکونو پر وړاندې د سه شنبې د ورځې د پرمختګونو په لړ کې تیر ماښام د دغې ولسوالۍ په مرکز کې د ولسوال دفتر هم له افغان امنیتي ځواکونو ونیو.

طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د ټویټر په خپله پاڼه کې د ناوې په ولسوالۍ کې د طالب وسله والو ته د مرګ ژوبلې د رسیدلو په د ناوې د ولسوال ادعا رد کړې خو ویلي دي چې په دغه ولسوالۍ کې جګړه لا هم روانه ده.

د هلمند په ولایت کې د طالبانو د تازه جګړو اوپرمختګونو وروسته د دغه ولایت اوسیدونکي د طالب وسله والو لاسونو ته د هلمند د ورتللو په هکله اندیښنه ښودلې ده.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس کریم اتل امریکا غږ سره په خبرو کې د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي د جګړو د پراخیدلو لامل ګڼي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت یو چارواکي د طالب وسله والو له خوا د هلمند د ولایت د نیولو په هکله اندیښنې بې ځایه بللي دي.

د قاطع ماموریت یو ویاند ډګروال میکل لاهاورن امریکا غږ ته ویلي، چې افغان ځواکونه په دغه ولایت کې د حالاتو د کابو کولو وړتیا لري.

هغه وویل، چې امریکایي ځواکونو په هلمند کې د طالب وسله والو د ځپلو لپاره په تیرو دوو اونیو کې پنځویشت هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG