د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه بیرته د ګرمسیر ولسوالۍ مرکز ته ورستانه شوي


د تیرې یوې اونۍ څخه په هلمند کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې پیل شوي دي.
د تیرې یوې اونۍ څخه په هلمند کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې پیل شوي دي.

په هلمند ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، افغان ځواکونه چې د لنډې مودې لپاره د دغه ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ له ودانۍ درې کیلومتره په شا شوي وو، تیرماسختن بیرته ددغې ولسوالۍ مرکز ته ورستانه شوي او ولسوالۍ د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ګرمسیر ولسوالۍ له مرکز څخه د افغان ځواکونو له وتلو څخه وروسته هم وسله‌وال طالبان د ولسوالۍ مرکز ته نه وو داخل شوي او دا ولسوالۍ د څو ساعتونو پورې له هیچا سره نه وه.

تیر ماښام د هلمند د ولایتي شورا ریس محمد کریم اتل او ددغه ولایت امنیه قوماندان اقانور کینتوز امریکاغږ اشنا راډیو ته د ګرمسیر ولسوالۍ له مرکز څخه د افغان ځواکونو په شا تګ تائید کړی وو او ویلي وو چې دا ځواکونه د ولسوالۍ د ودانۍ درې کلیو میتره لرې د عامه نظم د پوليسو یوه مرکز ته ورغلي دي.

په هلمند ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، تیر ماسختن ناوخته د افغان اضافي او تازده دمو سرتیرو په ملتیا د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد، د کورنیو چارو د وزارت امنیتي معین جنرال عبدالرحمان رحمان اود هلمند والي د ګرمسیر ولسوالۍ مرکز ته لاړل او هلته یې د جګړې پرته د ولسوالۍ دمرکز واک بیرته په خپل لاس کي واخیست.

د هلمند امنیه قومندا مل پاسوال اقانور کینتوز اشنا رادیو ته وويل چې هغه ۷ پوليس يې نیولي چې د ګرمسیر ولسوالۍ له مرکز څخه لښکرګاه ښار ته په خپل سر راغلي وو .

د هلمند امنیه قوماندان وویل، چې د ګرمسیر ولسوالۍ په مرکزي سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفینو د ځپلو په عملیاتو کې نړیوالو ځواکونو هم مرسته کړې چې له امله یې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. .

د بلې خوا د کندهار – لښکرګاه لویه لار تر نهو ورځو وروسته د افغان ځواکونو تر واک لاندې راغلې خو لاهم پر دې لار د ماینونو د شتون او د سړک د تخریب له امله خلک تګ راتګ نه شي کولای .

د کندهار – لښکرګاه د لويې لارې د خلاصون عملیات د کندهار د امنیه قومندان او د جنوبي ولایتونو د اوپراتیفي رئیس جنرال عبدالرازق په مشرۍ ترسره شول چې له کندهار څخه يې نظامي اکمالات لښکرګاه ته وکړل.

جنرال عبدالرازق امریکاغږ ته وويل، چې د کندهار او هلمند پوليس د ملي اردو په ملتیا په تېزۍ سره د ماینونو د خنثی کولو، د امنیتي پوستو پر تحکیماتو او د فوائد عامې وزارت د کارکوونکو په مرسته د سړک د جوړولو پر لارو چارو باندې کار کوي .

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پانه لیکلي، چې د ګرشک ولسوالۍ له لورې یې د دغې لویې لارې د خلاصون لپاره د افغان ځواکونو یو برید په شا وهلی دی.

همداشان مجاهد لیکلي چې طالبانو د ګرمسیر په ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو څلور قرارګاه او د پولیسو درې ماموریتونه او ۳۶ پوستې نیولي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG