د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د جوزجان خم اب ولسوالۍ بیرته ونیوله


افغان امنیتي خواکونه اوس د افغانستان او ترکمنستان په سرحد کې یو کوچني ټاپو ته د نږدې اتیا تښتیدلو مخالف وسله والو لټه کوي
افغان امنیتي خواکونه اوس د افغانستان او ترکمنستان په سرحد کې یو کوچني ټاپو ته د نږدې اتیا تښتیدلو مخالف وسله والو لټه کوي

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وایي چې خم اب ولسوالۍ د نیولو وروسته اوس د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یوې سرحدي سیمې ته د تښتیدلو مخالف وسله والو د نیولو هڅه روانه ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مطبوعاتي سلاکار سلطان فیضي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د خم اب د ولسوالۍ په جګړه کې چې درې ساعته وخت یې واخیست، د افغان حکومت شل مخالف وسله وال وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.

سلطان فیضي وویل چې په دغه جګړه کې د ملي اردو اوه عسکر هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي فیضي وویل " په سیمه کې تصفیوي عملیات لا روان دي، هڅه دا ده چې هغه شمیر مخالف وسله وال چې له سیمې تښتیدلي هغوی په یو ډول د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورشي ".

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مطبوعاتي سلاکار وویل چې په خم اب کې د جګړې وروسته نږدې اتیا تنه مخالف وسله وال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د امو د سیند په یوه برخه کې یو کوچي ټاپو ته چې په ګڼو ونو پوښلی دی تښتیدلي دي.

هغه وویل چې افغان حکومت د ترکمنستان د حکومت سره په دې هکله اړیکې نیولي دي.

ښاغلي فیضي وویل "ددې لپاره چې دا یوه حساسه او کلیدي مسله ده د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ چې د سیند په منځ کې یوه وچه ده هلته اتیا تنو تروریستانو تیښته کړې ده،هڅه دا ده چې د ترکمنستان سره یوې موافقې ته ورسیږو ".

ښاغلي فیضي وویل چې ددې لپاره چې د دوو هیوادونو اړیکو مسله مطرح ده نو ځکه افغانستان غواړي دې مسلې ته د دیپلوماتیکو لارو حل پیدا کړي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مطبوعاتي سلاکار وایي چې د جنرال دوستم په مشرۍ دا روان عملیات به د جوزجان ولایت نورو ولسوالیو او نورو شمالي ولایتونو ته هم وغځول شي.

XS
SM
MD
LG