د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونود هلمند د خانشین ولسوالۍ بیا ونیوله


 په تیرو څلورو میاشتو کې د هلمند د ولایت د خانیشن ولسوالۍدوه ځلې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلې وه
په تیرو څلورو میاشتو کې د هلمند د ولایت د خانیشن ولسوالۍدوه ځلې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلې وه

په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د همغږئ د دفتر مشرعبدالجبار قهرمان امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې افغان امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نن سهار نهه بجې د دغې ولسوالۍ مرکز تر خپل واک لاندې را وست خو ښاغلي قهرمان وویل چې لاهم په دغه ولسوالۍ کې چانیز عملیات دوام لري.

په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د همغږئ دفتروویل، چې په دې جګړه کي وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده ، خو هغه د وژل شوو او ټپیانو دقیق شمیر څرګند نه کړ.

د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګرمن سردار محمد ځاځي امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې په دې عملیاتو کي د ملي اردو درې سرتیري هم ټپیان شوي دي.

په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم امریکا غږ ته د خانشین د ولسوالۍ بیرته نیول تائید کړي دي.

ددغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش امریکا غږ ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د خانشین د ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره عملیات تیره شپه پیل کړي وو

د خانشین ولسوالۍ نږدې درې اونۍ وړاندې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو تر سختې جګړې وروسته تر خپلي ولکې لاندې را وستې وه.

تراوسه د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د خانشین ولسوالۍ د عملیاتو او د هغوی له لاسه د دغې ولسوالۍ د وتلو په باب تبصره نه ده کړې.

خانشین د هلمند په جنوب کي د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ولسوالۍ ده چې په تیرو څلورو میاشتو کې دوه ځلې د افغان امنیتي ځواکونو له لاسه وتلې او بیرته دغو ځواکونو نیولې ده.

د ارزګان چارچینو کې جګړه

بلخوا د هلمند د ولایت په ګاونډ کې د ارزګان ولایت د چارچينو په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او د وسله والو مخالفانو ترمنځ د سختو جګړو وروسته د دغې ولسوالۍ د توغي او رېګي په سیمو کي وسله والو مخالفانو د افغان پولیسو اوه پوستې نیولي دي.

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د ۴۰۴ میوند زون د پوليسو قومندان تورنجنرال نبي جان ملاخیل امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې دوی د نن سهار راهیسې دچارچينو په ولسوالۍ کې د امنیتي قواوو له لاسه د وتلو سیمو د بیرته نیول کیدو لپاره د افغان ځواکونو ګډ پوځي عملیات پيل کړي دي .

وسله والو طالبانو د اروزګان د جګړې په اړه رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ادعا کړې چې تر ۱۵ پوري يې امنيتي پوستې له افغان ځواکونو څخه نیولي دي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG