د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د خانشین ولسوالۍ بیرته له طالبانو نه ونیوله


 مخالفو وسله والو د یوې اونۍ لپاره د خانشین ولسوالۍ په لاس کې لرله چې په دغه موده کې یې د ولسوالۍ ټول تاسیسات له منځه وړي.
مخالفو وسله والو د یوې اونۍ لپاره د خانشین ولسوالۍ په لاس کې لرله چې په دغه موده کې یې د ولسوالۍ ټول تاسیسات له منځه وړي.

د هلمند ولایتي امنیتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت په جنوب کې د خانشین سرحدي ولسوالۍ یې تر یوې سختې جګړې وروسته بیرته له طالبانو نیولې ده.

دا چارواکي وایي د خانشین ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره تیره شپه هوايي او ځمکني عملیات شوي او نن سهار وختي افغان امنیتي ځواکونو ددغې ولسولۍ په مرکز باندې د افغانستان ملي بیرغ بیرته ورپاوه .

په خانشین ولسوالۍ کې د سرحدي قواو یو مقام سمونوال عبدالعلي کلیوال امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې پدغو پوځي عملیاتو کې د افغان حکومت ۴۲ مخالف وسله وال وژل دي.

ښاغلي کلیوال وویل چې د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

سمونوال عبدالعلي کلیوال وویل چې مخالفو وسله والو د خانشین ولسوالۍ ټول تاسیسات له منځه وړي اود ولسوالۍ د مرکز شاوخوا لارې يې په ماینونو پوښلي دي. د هغه په وینا افغان ځواکونه اوس له لارو د ماینونو په پاکولو بوخت دي.

خانشین د لښکرګاه په جنوب کې د ډیورنډ له کرښې سره نږدې پرته ولسوالۍ ده چې د افغان حکومت مخالفو وسله والو یوه اونۍ مخکې له افغان امنیتي ځواکونو نیولې وه.

په واشیر کې طالبان په شا شوي

دغه راز د واشېر په ولسوالۍ کې سیمه ایز چارواکي وايي چې د دغې ولسوالۍ د نیولو لپاره یې دهوايي ځواکونو په ملتیا دافغان حکومت د مخالفو وسله والو برید ناکامه کړی دی.

د واشېر امنیه قومندان سمونمل رفیق شېر یارامریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې دوی تیره شپه د ګورا زان او دیزو ۳۵ په نوم سیمو کې یې ۴ پوستې بیرته نیولي دي.

ښاغلي شیریار وویل چې په تیره شپه هوايي بریدونو کې د افغان حکومت ۳۵ مخالف وسله وال وژل شوي هم دي.

د واشیر امنیه قوماندان وویل چې ولسوالۍ ته تازه دمې قواوې هم ور رسیدلي او اوس ددغې ولسوالۍ د سقوط خطر له منځه تللی دی.

هغه وویل چې دوی اوس په سیمه کې په چاڼیزو عملیاتو باندې بوخت دي.

تیره ورځ ښاغلي شیریار امریکا غږ ته ویلي وو چې مخالف وسله وال د واشیر د ولسوالۍ دوه کیلو مترۍ ته وررسیدلي او که ورته مرسته ونه رسیږي نو کیدای شي چې دا ولسوالۍ د مخافو وسله والو لاس ته ورشي.

په دې وروستیو اونیو کې د هلنمد په ولایت کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

خو د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسولیار امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې د هلمند د امنیتي وضعیت د سمون لپاره تیرمازیګر دافغانستان د ملی امنیت شورا فوق العاده ناسته کړې چې د قاطع ماموریت قوماندان جنرال کمبل هم پکښې ګډون درلود.

ده زیاته کړه چي مرکزي اداره او ولایتي اداره په ګډه هڅه کوي چې په هلمند کې پرتو امنیتي ستونزو ته د حل بېړنۍ او اساسي لار پیدا ولټوي .

وسله والو طالبانو د هلمند د امنیتي پېښو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نه ده کړې .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG