د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي د کندز ښار يې بېرته له طالبانو ونیوه


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي اوس افغان امنیتي ځواکونه د مخالفو وسله والو څخه د ښار د پاکولو په چارو بوخت دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي اوس افغان امنیتي ځواکونه د مخالفو وسله والو څخه د ښار د پاکولو په چارو بوخت دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل افغان ځواکونه تېره شپه د کندز ښار له طالبانو بیرته ونیوه.

صدیق صدیقي وویل اوس افغان امنیتي ځواکونه د مخالفو وسله والو څخه د ښار د پاکولو په چارو بوخت دي، خو په خبره يې ښار د افغان ځواکونو په کنترول کې دی.

ښاغلي صدیقي وویل "اوس د کندز د ښار کنټرول د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی، زمونږ پاملرنه داده چې خلکو سره مرسته وکړو هڅه وشي چې دښمن په بشپړه توګه د کندز په ولایت کې له منځه لاړ شي ".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د کندز د بیرته نیولو په عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

خو، د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلاميې کې ویلي " په دغو عملیاتو کې ۱۵۰ ترهګر ووژل شول، چې څلور یې ځانمرګي برید کوونکي وو. په عملیاتو کې د هغوی یو شمېر مشران هم وژل شوي، ګڼ نور یې ژوبل شوي او یو شمېر نور يې ژوندي نیول شوي دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند د کندز د بیرته نیولو په عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو سره د نړیوالو ځواکونو د مرستې په باب وویل چې افغان ځواکونه د نړیوالو ځواکونو ملاتړ لري خو کندز ښار افغان ځواکونو نیولی دی.

ښاغلي صدیقي وویل " مونږ بهرني همکاران لرو، د بهرنیو ځواکونو ملاتړ هم مونږ سره وو، خو د کندز ښار د تصفیې چارې پخپله د افغانستان امنیتي ځواکونو ترسره کړي دي ".

طالبانو تراوسه رسنیو ته د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند په څرګندونو تبصره نه ده کړې.

افغان ځواکونه په ښار کې

د کندز د امنیې قوماندان محمد قسیم جنګلباغ د کندز د چوک پر سر په یوه اخیستل شوې ویډیو کې کندز یانو ته ډاډ ورکوي چې خپل عادي ژوند وکړي او افغان ځواکونه يې امنیت ساتي.

د امنیې قوماندان ویاند سید سرور حسیني وایي چې دوی بیرته د امنیې قوماندانۍ ودانۍ او تاسیساتو ته ورغلي خو دغه ادارې ټولې چور شوي دي.

د کندوز نوی سرپرست والي حمدالله دانشي وایي چې ښار بشپړ افغان ځواکونو نیولی او دوی د طالبانو د ځپلو په موخه خپل قطعات تنظیموي.

د کندوز د ښار یو تن دوکاندار بکتاش وایي چې له درې ورځو وروسته یې خپل دوکان پرانیسته او ډاډه دی چې کاروبار به یې عادي حالت ته راوګرځي.

د کندوز د عامې روغتیا ریس سعد مختار بیا وایي چې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون او حوزوي روغتون د طالبانو په ولکه کی دی او په ساحه کې لا هم ډزې روانې دي.

طالبان لا هم مقاومت کوي

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په کندز ښار په یو شمیر سیمو کې لا هم د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده خو ډېرې سیمې يې له کنټرول څخه وتلي دي.

ښاغلي ابراهمیي وویل چې د امام صاحب ولسوالۍ په بشپړه توګه د افغان امنیتي ځواکونو لا س ته ورغلې ده.

هغه وویل چې د ښار په مرکزي سیمه او د ښار په څنډو کې لا هم طالبان شته او امنیتي ځواکونه لا هم ورسره په جګړه کې دي.

د ولسي جرګې رئیس له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې په کندز ښار کې د روانو عملیاتو لړۍ د دغه ولایت نورو برخو ته وغځوي.

نوموړي وویل پر کندز ښار برښنا او اوبه قطع شوي او زیات شمیر کورنۍ د جګړې له ویرې د امام صاحب د ولسوالۍ سره نږدې ځنګل ته پناه وړې ده.

هغه د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت څخه وغوښتل چې دغو خلکو ته دې عاجلې مرستې ورسوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG