د لاس رسي وړ اتصالات

تیره شپه لښکرګاه سره نږدې جګړې شوې دي


په وروستیو ورځو کې وسله والو مخالفانو بیا په هلمند کې جګړې پیل کړي دی

په وروستیو ورځو کې وسله والو مخالفانو بیا په هلمند کې جګړې پیل کړي دی

چارواکي وايی افغان امنیتي قواوو د هلمند دولایت مرکز لښګراړوند د باباجي د سیمې د بیرته نیول کیدو لپاره پوځي عملیاتو کي نیمايي له لاسه وتلي سیمې بیرته تر خپلي ولکې لاندې را وستي دي.

چارواکي وايی تیره شپه ناوخته سل ګونو وسله والو د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د باباجي سیمه تر خپلي ولکې لاندي راو ستې وه اوپه دغه سیمه کې یې تردیار لسو پورې د پوليسو پوستې نیولې وې .

پدې نښتو کي مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې خو دقیق ارقام يې لاهم ندي روښانه شوي .

هلمند ولایت ته د پوځي عملیاتو لپاره د کندهار امنیه قومندان او د جنوبي ولایاتو اپراتیفي رئیس جنرال عبدالرازق ، د هرات د ظفر قوال اوردو سرتیري او د سرحدي قواوو عمومي قومندان جنرال رحمت الله روفي هم هلمند ته رسیدلي دي .

د هلمند والي میرزاخان رحیمي د شپې ناوخته خبریالانو ته وویل چې افغان هوايي قواوو د دولت د وسله والو مخالفینو ډير مرکزونه په نښه کړي او ژر به د بابا جي سیمه په بشپړه توګه بیرته په خپل کنټرول کې را ولي .

باباجي د لښکرګاه ښار په شمال کي د څه باندې ۲۰ کیلو میتره په مساحت پرته سیمه ده چي ګرشک ولسوالي او لښکرګاه ښار سره نښلوي .

د لښکرګاه ښار د پولیسو څلورمه امنیتي حوزه هم په باباجي سیمه کي موقعیت لري .

په مشرانو جرګه کي د هلمند سناتور محمد هاشم الکوزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې تیره شپه له امنیتي قواوو سره د هلمند ولسي مشرانو او با نفوذه خلګو هم مرسته کړې او له بشران سیمې څخه لښکرګاه ښار ته يې د د وسله والو طالبانو د وړاندي تګ مخه نیولې ده .

د هلمند امنیه قومندان پاسوال نبي جان ملاخیل امریکاغږ ته وويل چې افغان امنیتي ځواکونو د نن سهار راهیسی په پيل شویو عملیاتو کي د باباجي د سیمې ۳ امنیتي پوستې يې بیرته تر خپلي ولکې لاندې را وستي او په سیمه کې د ځای پر ځای شویو ماینونو له منځه وړلو باندې بوخت دي .

په ولسي جرګه کي د هلمند د خلګو استازي عبدالحي اخندزاده امریکاغږ ته وويل چې دوی د هلمند نا امنه کیدو په اړه خپله اندېښنه له مخکې لا هم له ولایتي او هم له مرکزي چارواکو سره شریکه کړې وه.

نوموړي زیاته کړه چې لښکرګاه ښار ته نږدې د نا اامنیو رسیدل دا ثابتوي چې مرکزي حکومت باید د هلمند امنیتي حالت ته جدي پاملرنه وکړي .

دغه راز د هلمند د بیړنیو طبي مرستو رسولو یا ایمرجنسي روغتون یوې سرچیني اشنا رادیو ته وویل چي د باباجي د نا امنیو له کبله ۱۱ تنه ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل دي د درملنې لپاره دغه روغتون ته ور وړل شوي دي .

وسله والو طالبانو په یوه تلیفوني پیغام کي چې رسنیو ته يې لېږلی ادعا کړې چې د تیري شپې په بریدونو کي يې دباباجي ، مارګیر او بشران سیمي نیولي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG