د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند نوزاد کې د طالبانو یو بل زندان مات شوی


دا په روان کال کې د هلمند په ولایت کې څلورم زاندان دی چې افغان ځواکونه یې په نښه کوي او بندیان یې ازادوي.
دا په روان کال کې د هلمند په ولایت کې څلورم زاندان دی چې افغان ځواکونه یې په نښه کوي او بندیان یې ازادوي.

د افغانستان د پوځ د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار امریکا غږ ته وویل، دا پوځي عملیات د ۲۰۵ اتل قول اوردو اړوند افغان ځانګړو ځواکونو د نړیوالو قواو په ملاتړ د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په لوړ نوزاد ولسوالۍ کې نن سهار وختي تر سره کړي دي په پایله کې ۶۲ تنه چې د یو تن پرته نور ټول ملکي وګړي دي ازاد شوي دي.

جنرال وفادار وويل، چې د زندان د ماتولو په عملیاتو کې ۳ تنه هغه وسله وال طالبان چې د دغه زندان ساتنه يې کول ، وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

په وژل شوو طالبانو کې د دغه زندان د طالبانو قوماندان مولوي ګل احمد هم شامل دی.

جنرال وفادار وویل، په خوشې شویو ۶۲ زندانیانو کې يې یوازي یو تن سیمه ایز پوليس او پاتې نور ټول ولسي وګړي دي چې وسله والو طالبانو له حکومت سره د همکارۍ، حقوقي دعوو او په ځینو نورو تورنو په خپل زندان کې اچولي وو.

چارواکي وايي، د نظامي عملیاتو پر مهال يې د دغه زندان ۱۲ عرادې موټرسائکل او ۸ کړۍ په لاس جوړ شوي ماینونه هم له منځه وړي دي.

خوشې شوي کسان د کندهار او هلمند ولایتونو اصلي اوسیدونکي دي چې دم ګړۍ د ۲۰۵ اتل قول اوردو په قرارګاه کې تر درملنې لاندې دي.

جنرال وفادار وايي، دغو کسانو ته وسله والو طالبانو د بند پر وخت شکنجې هم ور کړي دي ، چې تر بشپړې درملنې وروسته به خپلو کورونو ته واسستول شي.

دا له تیرو دریو میاشتو راهیسې په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو څلورم زندان دی چې د افغان ځواکونو له خوا په نښه کیږي .

تر دې مخکې په درې نورو زندانونو کې چې هغه هم په شمالي هلمند کې مات شوي تر ٢٠٠ زیات زندانیان افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو له بند څخه ازاد کړي دي.

تر اوسه خپله وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

سیمه کې یو شمیر اوسیدونکي وایي، طالبان د هلمند په ګډون په نورو ولایتونو کې هم تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې زندانونه لري او هغه کسان په کښې ساتي چې یا حقوقي دعوې لري او یا يې هم له افغان حکومت سره د همکارۍ پر شک او یاهم د افغان امنیتي ځواکونو مسوبین د نیولو وروسته په کې ساتل کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG