د لاس رسي وړ اتصالات

رباني: تراوسه مخالفانو سره خبرې نه دي شوي


ښاغلي رباني وویل مخالفو وسلوالو سره د سولې په وخت به د افغانستان د تیرو دیارلسو کلونو لاس ته راوړنې له منځه لاړې نه شي.
ښاغلي رباني وویل مخالفو وسلوالو سره د سولې په وخت به د افغانستان د تیرو دیارلسو کلونو لاس ته راوړنې له منځه لاړې نه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې یوې استجوابیه غونډې کې د سولې د هلو ځلو په هکله د وکیلانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې مخالفو وسلوالو سره د سولې په وخت به د افغانستان د تیرو دیارلسو کلونو لاس ته راوړنې له منځه لاړې نه شي.

ښاغلي رباني وویل "اکثره داسې ویل کیږي چې ګویا د سولې د خبرو بهیر پیل شوی دی زه تاسو ته دومره ویلی شم چې د سولې خبرو ته زمینه برابره شوې ده، په لومړیو پړاونو کې یو خو هیله مو دا ده چې په راتلونکي کې د سولې خبرې پیل شي خو همدا شیبه چې زه له تاسو سره خبرې کوم د سولې خبرې نه دي پیل شوي ".

د ولسي چرګې غړو د نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې د عالي شورا او د ملي امنیت د شورا چارواکي دغې جرګې ته وربللي وو .

ولسي جرګې ته په ورغلو چارواکو کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد، د دغې شورا د دارالانشا رئیس محمد معصوم ستانکزی او د ملي امنیت د شورا مرستیال قاسمي شامل وو.

ولسي جرګې غړو د ملي امنیت د شورا رئیس محمد حنیف اتمر هم دغې شورا ته وربللی وو خو هغه په کابل کې نه وو نو ځکه پر ځای یې ښاغلی قاسمي دغې جرګې ته ورغلی وو.

وکیلانو د دغو چارواکو نه په خپلو پوښتنو کې په افغانستان کې د سولې په هکله د حکومت د ګډ دریځ د نشتون نه نیولې بیا تر د سولې په باب د پاکستان د نیت په باب خپل سوالونه مطرح کړل او په دې برخه کې یې د پارلمان د غړو بې خبره پریښودلو له امله انتقادونه وکړل.

د طالبانو شرطونه

د دغو بحثونو په پای کې دولسي جرګې یو غړي داکټر محمود خان د بهرنیو چارو د وزیر او د سولې عالي شورا چارواکوته وویل چې لکه یې چې تمه لرله هغوی ورته هغه مسایل په ډاګه نکړل چې په تیرو میاشتو کې د افغانستان د سولې په برخه کې رامخې ته شوي دي.

ښاغلي محمود خان وویل "ما توقع لرله چي یو ستانکزی صاحب او د ملي امنیت د شورا استازی دوه شیانو کې واضح مونږ ته ووایي یوه خبره مې دا ده هغه بحثونه چې مستقیم شوي او که غیر مستقیم د افغانستان د سولې د شورا ترمنځ او د طالبانو د نمایندګانو ترمنځ چې شوي دي مونږ په معلوماتو خبر یو د هغې خوا څخه یو شرط دا دی چې ملا محمد عمر اخوند باید په افغانستان کې د امیرالمومنین په صفت ومنل شي د مذهبي مشر په صفت ومنل شي زه خواهش کوم چې ستانکزی صاحب په د دی خوا بده نه کړي دا پرې خبر دی زما خواهش له ده دا وو چې دا شی د ملت نمایندګانو ته ووایي خو و یې نه وایه ".

همداشان محمود خان د کونړ په ولایت کې د پاکستان د پوځ د توغندیو د ویشتلو د بندیدلو مسله هم یاده کړه وویل چې تر کومه چې دی خبر دې پاکستان د توغندیو ویشتل په دې شرط بند کړي د هغه هیواد پوځ په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو په خلاف د عملیاتو تر سره کولو اجازه ولري.

ښاغلي محمود خان وویل" څه وخت چې پر کونړ راکټونه بند شول زمونږ د افغانستان د حکومت او پاکستان ترمنځ فیصله داسې شوې ده چې په کونړ به راکټونه بندیږي اما د پاکستان حکومت به د هغو پاکستاني طالبانو په خلاف چې په افغانستان کې دي په افغانستان کې عملیات کولی شي".

د ولسي جرګې د دغه غړي پوښتنو ته د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو مخامخ ځواب ورنکړ خو د محمود خان ادعا یې رد هم نه کړه .

محمد معصوم ستانکزي دومره وویل چې په دی مسله د رسنیو وړاندې یو بحث ته اړتیا ده ترڅو په دې باب ټولو مسلو ته په ګډه د حل لاره ولټول شي.

ښاغلي ستانکزي وویل "یو څوک به هر غوښتنه کوي مونږ به هم هره غوښتنه کوو ورته به وایو چې طالبانو راشئ تسلیم شئ وسلې مو کیږدئ هغه یې قبلوي ".

همداشان ښاغلي ستانکزي د ولسي جرګې د کمیسیونو د رئیسانو او د سولې د عالي شورا ترمنځ د ګډو غونډو وړاندیز وکړ وویل چې د سولې په هکله د هرې فیصلې دمخه به د پارلمان نظر او مشوره اخیستل کیږي.

دغو چارواکو په ټینګار وویل چې د سولې په وخت به د افغانستان په ملي کټو د هیچا سره معامله و نه کړي.

XS
SM
MD
LG