د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په دریو هیوادونو کې خپل سفارتونه تړي


د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل چې دا درې سفارتونه د پیسو سپما لپاره تړي.
د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل چې دا درې سفارتونه د پیسو سپما لپاره تړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په لومړي ځل په بهر کې د افغانستان د یو شمېر سفارتونو د تړلو خبره وکړه.

ښاغلي رباني وویل "پریکړه مو کړې، چې د اسلامي جمهوریت سفارتخانې په برازیل، سویلي افریقا او هنګري کې وتړو، بهرنیو اړیکو او د هیواد اقتصادي حالت ته په کتو دغو سفارتخانو له یوې خوا مدیریت نه درلود او له بلې خوا لګښتونه یې له عایداتو څخه څو چنده لوړ وو، دد غو سفارتخانو د کار مسولیت مو نورو نږدې سفارتونو ته سپارلي دي او د دغو سفارتونو د تړلو اداري چارې روانې دي."

ښاغلي رباني وویل دا ګام یې ځکه پورته کړی، چې د بې ځایه لګښتونو مخه ونیسي او په اړه یې له افغان ولسمشر سره هم خبرې کړې دي.

په همدې توګه ښاغلي رباني وویل پریکړه شوې، چې په یونیسکو کې د افغانستان د نمایندګۍ د چارو د سبمالولو مسؤلیت په فرانسه کې د افغانستان سفیر ته وسپارل شي او زیاته یې کړه چې په پاریس کې د افغانستان سفیر به په راتلونکې کې په یونیسکو کې د افغانستان استازیتوب هم په غاړه ولري.

دغه راز، د بهرنیو چارو وزیر وویل، پلان لري چې په بلغاریا کې د افغانستان سفارت په نمایندګۍ بدل کړي.

خو ښاغلي رباني په بنکاک، یونان او د هندوستان په کلکته کې د افغانستان د نویو نمایندګیو د پرانیستلو یادونه وکړه او و یې ویل چې په دې برخه کې یې عملي کارونه پیل کړي دي.

ستراتیژیک سندونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، د خپل کار په لومړیو سلو ورځو کې د هغو استراتیژیکو همکاریو د سندونو د موادو پر عملي کولو کار کوي، چې افغانستان له بهرنیو هیوادونو سره لاسلیک کړي دي.

ښاغلی رباني وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو په برخه کې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د یو شمیر هغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره ګډ کار پیل کړی، چې د اوږدمهالو همکاریو سندونه ورسره لاسلیک شوي دي.

صلاح الدین رباني چې په کابل کې خپل سل ورځنی کاري پلان تشریح کوه وویل، د امریکا او افغانستان تر منځ د استراتیژیکو همکاریو د سند د تطبیقولو لپاره یې په بهرنیو چارو وزارت کې یو کاري ټیم جوړ کړی دی.

"له امریکا سره په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د ګډ کمیسیون د کار بیا پيلیدل دي، د افغانستان او امریکا تر منځ د استراتیژیک تړون له مخې د دواړو هیوادونو د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارتونو په غاړه ده، د دغې کمیسیون د کار د پیل لپاره مو یو کاري ټیم د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین تر نظر لاندې جوړ کړی دی، دغه کاري ټیم د عملي برنامو له مخې کاري ډله له پینځو ډلو څخه دریو ډلو ته راټیټه کړې ده."

ښاغلي رباني وویل، د افغانستان او امریکا تر منځ د استراتیژیکو همکاریو د سند د پلي کولو کمیسیون به په راتلونکو سلو ورځو کې، کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته، په کار پیل وکړي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو سند درې کاله مخکې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د امریکا ولسمشر باراک اوباما له‌خوا په کابل کې لاسلیک شو.

خو د دواړو هیوادونو تر منځ د امنیتي او دفاعي همکاریو سند، چې د کابل او واشنګټنن تر منځ د اوږدمهالو همکاریو د سند یوه برخه ده، د ملي یووالي حکومت له جوړیدو دوه ورځې وروسته د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کنګهم له‌خوا لاسلیک شو.

ښاغلی رباني وويل، افغانستان تر اوسه له ۱۲ هیوادونو سره د اوږدمهالو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي او زیاته یې کړه، چې د دغو سندونو د پلي کولو څرنګوالی د هغه د کار په سل ورځني پلان کې شامل دی.

دغه راز، د بهرنیو چارو وزیر وویل، هڅې روانې دي چې افغانستان د شانګهای د سازمان غړیتوب هم ترلاسه کړي او په دې برخه کې د دغه سازمان یو شمیر غړو هیوادونو ورسره د همکاریو ژمنه هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG