د لاس رسي وړ اتصالات

غني افغان پوځ وستایه چې بندیان يې له طالبانو ازاد کړل


ولسمشر غني ویلي چې په هلمند کې د طالبانو له بنده د افغانانو ازادو د افغان ځواکونه وړتیا ښيي.
ولسمشر غني ویلي چې په هلمند کې د طالبانو له بنده د افغانانو ازادو د افغان ځواکونه وړتیا ښيي.

ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونه وستایل چې په هلمند کې یې د طالبانو زندان مات کړ او هلته یې لسګونه افغان بندیان خوشي او ازاد کړل.

د جمهوري ریاست د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر غني ویلي " دغه عملیات د افغان امنیتي او دفاعي ځوکونه زړورتیا او وړتیا ښيي."

افغان امنیتي مقامات وايي چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او لس ګونه زندانیان يې ورڅخه را خوشې کړي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورن جنرال محمد معین فقیري امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې د خوشې شویو زندانیانو ټول شمېر ۵۹ کسانو ته رسیږي چې وسله والو طالبانو له تیرو څو میاشتو راهیسې له افغان حکومت سره د همکارۍ او ځینو نورو تورنو له کبله په دغه زندان کې ساتل .

جنرال فقیري وویل چې تیره شپه د ګرشک د نهرسراج ولسوالۍ په ښور سیمه کې ځانګړو افغان ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس دغه عملیات ترسره کړل او دا بندیان یې د وسله والو له زندان څخه راخوشې کړل.

دا په هلمند کې د وسله والو طالبانو دوهم ستر زندان دی چې افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ورڅخه دا بندیان راخوشې کړي دي.

یوه میاشت مخکې هم د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې ځانګړو افغان ځواکونو د عملیاتو په ترځ کې د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه ۶۰ تنه ازاد کړي وو چې سیمه ایز او ملي پوليس، ولسي مشران او څو تنه ماین پاکان هم پکښې شامل وو .

د هلمند د ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې د وسله والو طالبانو له بند څخه په خوشې شویو کسانو کې ممکن حکومتي او حکومت پلوه کسان هم شامل وي ، خو د هغوی زیات يې عام خلک دي چې وسله والو طالبانو په بیلا بیلو تورنو باندې نیولي وو .

سرچینه وايي چې خوشې شوي زندانیانو ته وسله والو طالبانو شکنجې هم ور کړي او دامهال تر درملنې لاندې دي .

ځايي اوسیدونکي وايي چې د هلمند په بیلا بیلو برخو کې وسله وال طالبان پټ او ښکاره زندانونه لري او لس ګونه هغه کسان پکښې ساتل کیږي چې د حقوقي دعو په ګډون ، له حکومت سره د همکارۍ ، د هغوی له امر څخه د سرغړونې او ځینو نورو پېښو کې وسله والو طالبانو ته مطلوب وي .

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه رسنیو ته څه ندي ويلي.

جمهور ریس غني په زابل د برمته شوو مسافرو سره وکتل

د افغانستان جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي چې جمهوررئیس مخمد اشرف غني د جمعې په ماښام د لسو هغو برمته شویو مسافرود حل معلومولو لپاره د ملي امنیت روغتون ته ورغی، چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د موظفینو او د سیمې د مخورو د هڅو په لړ کې ر یرغمل نیوونکو له منګلو اوړمه ورځ راخوشې شوي دي.

دا مسافر یوه نیمه میاشت وړاندې په زابل ولایت کې یرغمل ککونکو برمته کړي وو.

جمهور رئیس په دې کتنه کې د هغوی روغتیایي حالت وپوښت او هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال یې وویل، د خوښۍ او نېکمرغۍ ځای دی چې په سلامتۍ سره خپلو کورنیو ته راستانه شوئ.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG